لیکونکی: ابومحمد
له مدرسې نه د کور په لور رهي وم یو دوه ماشومان په منډه راروان وو، ویل یې: ای طالبه دلته خو به داعشیان نه وي راغلي؟
ورته ویل مې قربان ولې څه کیسه ده؟ دلته داعش ماعش نشته، ساه یې ډوبه ډوبه کیدله وارخطا معلومیدل، ویل یې خلک وایي داعش راپیدا شوی د مسلمانانو ښځې له ځان سره بیایي، واړه ماشومان حلالوي او پلرونه یې وژني.
ماشوم زیاته کړه: هغوی، کورونه هم سوځوي، وایي تاسې مرتد یاست، پرون یې ننګرهار کې له ما وړوکي ماشوم حلال کړی وو د هغه مور یې ځان سره بوولې وه.
ماشوم ته مې د دلاساینې خبرې وکړې ورته مې وویل: بچیه! دلته داعش نشته مه ویریږه، دلته طالبان شته هغوی ستاسو د ساتنې لپاره ځان مرګ ته ورکوي، خو څوک نه پریږدي، چې تاسو تکلیف کړي. ویل یې کاکا شکر، چې طالبان شته پلار مې هم راته ویل، چې دلته تر څو طالبان وي داعش نشي راتلی.
کاکا دا داعش له کوم ځای نه راغلی دی؟ داڅنګه خلک دي؟ دلته مخکې کله کله امریکایان راتلل هغوی خو مونږ ته څه نه ویل د هغوی ټانګ به طالبانو په ماین والوزولو ملګري به یې مردار شول، خو بیا به یې هم ماشومانو ته څه نه ویل دا نو له امریکایانو هم ډیر ظالمان دي!.
د ماشوم خبروته فکر یووړم، چې رښتیا هم دا د خلافت دعوه داران لا په کوم مذهب دي، د ماشوم مرګ خو په یو کتاب هم نه ده جائز، دا څنګه خلافت علی منهج النبوة دی، چې د ماشومانو په وژلو هم صرفه نه کوي!.
دوه ورځې مخکې د خلافت دعوه دارانو د ننګرهار کوټ کې واړه ماشومان حلال کړي وو اوس د هغوی له عکسونو لیدلو سره په ټول هیواد کې ماشومان هم په ویره کې دي.
الله جل جلاله دې د افغانانو په حال ورحمیږي، هر ظالم د افغانانو په وینو خپله سینه یخوي، یو ظلم هم پاتې نشو، چې په افغانانو تر سره نشو.
کله د روسانو وحشتونه وي، کله د امریکایانو ظلمونه زغمو، کله د داعش په شکل کې د پاکستان، امریکا او د حنیف اتمر د وحشي تازیانو سره په جنجالو کي ګیر یو.
الله تعالی دې نور زموږ وطن نه د امن کور جوړ کړی.


















