کابل ټکی کام ۰۸چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
راپورونه وایي، چې دوستمي ملېشو د فاریاب ولایت په یو شمېر سیمو کې د عامو ملکي وګړو کورونه سوځولي دي، ګڼو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، او لسګونه تنه نور یې له ځانه سره اسیران کړي دي.
د ولسمشر غني لومړی مرستیال دوستم دا څووم ځل دی، چې د خپلو ملېشو په ملتیا ګڼ شمېر ټانګونه، وسلې او نور مهمات له ځانه سره شمالي ولایتونو ته وړي، او هلته پر ځای د دې چې د طالبانو پر خلاف عملیات وکړي، ملکي وګړي وژني، او مالي زیانونه ور اړوي.
د کابل دولتي رسنۍ شمال ته د دوستم تګ بیا داسې انځوروي، چې ښايي هغه د طالبانو پر خلاف عملیات کوي، او د خپلو وژل شویو ملي اردو انتقام اخلي، خو د دوستم پر هغو جنایاتو پرده اچوي، چې نوموړی یې د توکمیزې او ژبنیزې دښمنۍ پر بنیاد ترسره کوي.
دا مهال راپورونه وايي، چې دوستم او ورسره ملېشو یې یو ځل بیا د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ په استانه بابا سیمه کې، او د دولت اباد ولسوالۍ په ګڼو کلیو کې کې یې لسګونه کورونه سوځولي، دوکانونه یې چور تالان کړي، کلیوال خلک یې وژلي او ټپیان کړي، له کورونو څخه یې ۷۰ کسان له ځانه سره اسیران کړي دي.
په دغو اسیرانو کې ټول سپین ږیري، دهقانان او شپانه شامل دي.

د راپورونو پر اساس چې دوستمي ملېشو همدا راز ۵۰ عرادې کورني موټرسایکلونه، پسونه، اوزې او نور حیوانات، د کورونو قېمتي لوښي، فرشونه، بسترې، د شپنو سپي او نور ګڼ شیان له ځانه سره غلا کړي دي.
د طالبانو ویاند ښاغلي قاري یوسف احمدي د دوستم پر دغه جنایت سخته اندېښنه ښودلې ده، او ویلي یې دي، چې جنګیالي يې په دې هڅه کې دي، تر څو سیمې ته ځانونه ورسوي، او د دغه «وحشي څېرې» په وړاندې ملا وتړي، او ملکي خلکو ته نجات ور په برخه کړي.
نوموړي له بشرپالو ټولنو او حقوقي سازمانونو څخه غوښتي، تر څو د دوستم پر جنایاتو پرده وانه چوي، او د خلکو پر غږ دې غوږونه کاڼه نه اچوي.
«اسلامي امارت له بشرپالو ټولنو او حقوقي سازمانونو څخه هم غواړي چې د دوستم په جنایاتو پرده وانچوي، د خلکو غږ واوري او د جنایاتو په وړاندې په بې پرې ډول برخورد وکړي.»


















