د کورنیو چارو وزارت: د اختر ورځو کې د پلاستیکي وسلو پلورونکي به له قانوني چلند سره مخ شي

کابل ټکی کام ۱۳چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د پلاستیکي وسلو پلورونکي دې پلاستیکي وسلو او د پټاقیو له خرڅلاو څخه ډډه وکړي، کنه له قانوني چلند سره به مخ شي.
د کورنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې کابل مېشتي او د نورو ښارونو خلک دې خپل ماشومان پوی کړي، تر څو له هغو کړنو څخه ډډه وکړي، چې د هېواد په امنیت کې خلل او تشویش پیدا کوي.
همدا راز دغه وزارت خبر ورکوي، چې د پلاستیکي وسلو او د پټاقیو خرڅوونکي دې هم د دا ډول څیزونو له پلورلو څخه ډډه وکړي.
د دغه وزارت له قوله، هر هغه څوک چې پلاستیکې وسلې، پټاقۍ او نور ورته څیزونه پلوري، نو دغه څيزونه به ترې اخیستل کیږي، او عدلیه او قضایه ارګانونو ته به ور پېژندل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button