سرلیکنه
په هېواد کې د ۱۵ کال راپه دېخواپرافغان ولس تپل شوې جګړه کې افغانان په ناڅرګند برخلیک دجګړې لیکوته ترګمار نې وروسته ترناپایه مودې دپردیود اهدافو د سرته رسولو په موخه وژل کیږي.
دا افغانان د جګړې په سنګرکې دي او که په نوروبریدونوکې وینې دافغاني ځوانانو توییږی خو د روانې جګړې ګټې د ولس د ارادوپرخلاف نورو جګړه غوښتونکو او پرافغان ولس جګړه تپونکو هېوادونوته رسیږی.
په افغانستان کې ددې روان ناورین ترڅنګ چې افغان بې کفایته چارواکويې تراوسه دسیاسي حل لاره نه ده موندلې افغانان دیوه بل ناورین سره مخ دي چې هغه په سوریه کې هم دافغاني ځوانانوپه وینو د جګړو څرخ تاویږي .
ایران سره له دې چې دافغانستان سره دښه ګاونډیتوب دعوه کوي په سوریه کې دبشارالاسد واکمني او رژیم د افغانانو په وینو تویلو سره ساتي .
ایراني چارواکو دمخه هغه راپورونه ، نه منل چې په سوریه کې داسد د رژیم د ساتلولپاره دایران لخوا لیږل شوو افغاني ځوانانو جسدونه ایران ته د راوړلو وروسته خاورو ته سپارل کیږي .
اوس چې دایران په ختیز کې داسد د رژیم د دوام او ملاتړ لپاره دپوځي روزنیزکمپ څخه پرده پورته شوه اودایرن سپاه پاسداران انقلا ب پکې دایراني ځوانانو ترڅنګ افغاني ځوانانو ته هم پوځي روزنه ورکوي ایران ومنله چې په سوریه کې د اسد د مخالفینوپه مقابل کې دافغاني وژل شوو ځوانانو جسدونه په ایران کې میشتوکډوالو ته سپاري .
دایران په ختیز پوځي روزنیز کمپ کې هغه شیعه افغاني ځوانان روزل کیږي چې د درې لسیزو راپه دېخوا په ایران کې میشت او رالوی شوي دي.
په یاد پوځي روزنیزکمپ کې دایراني ځوانانو ترڅنګ چې افغاني ځوانانو ته پوځي روزنه ورکول کیږي ټولې چارې ېې دایران سپاه پاسداران انقلاب پرغاړه لري.
دمعلوماتو له مخې په دې پوځي روزنیز کمپ کې ۷۰ زرو ځوانانوته روزنه ورکړل شوې چې ترشلوزروپکې افغاني ځوانان هم شامل دي .
په دې روزنیز کمپ کې دپوځې روزونکو ځوانانو عمر له ۱۸څخه تر۲۵ کالو پورې یاد کړل شوی دی چې سپاه پاسداران انقلاب په پوځې برخه کې دروزل شوو افغاني ځوانانو په سوریه کې دجګړې ترسنګره پورې دلیږد ټولې چارې سرته رسوي.
دهغو شیعه افغاني ځوانانو په منځ کې چې ایران ېې دسورېې جګړې ته استه وي دیوشمیر سني افغانانو دلیږد راپورونه هم ورکړل شوي دي چي په ایران کې میشت سني افغانان داقتصادي ستونزوو، دایران دسپاه پاسداران انقلاب لخوا دلوړو معاشونوپه ورکولواوپولیسو د پرلپسې ګواښونوله امله دسورېې جګړې ته روان دي.
په سوریه کې افغاني ځوانان دایرانیانوپه نامه نه بلکه دلښکر فاطمي دسرښندونکوپه نامه جنګیږي چې دلاس ته راغلو معلوماتو له مخې دسورېې په جګړه کې تر۸۰۰پورې افغان ځوانان وژل شوي دي خو ایراني چارواکوېې په ایران کې میشتو کورنیوته ترسلو پورې جسدونه سپارلي چې وروسته دسپاه پاسداران انقلاب لخواېې په تدفین کې مرسته هم شوي ده.
دملګروملتونو دبشردحقوقوسازمان دایران لخوا سورېې ته دافغاني ځوانانو په لیږد او هلته په مرګ ژوبله اندیښنه ښودلې ده خو تراوسه يې لا سورېې ته دلیږد مخه نه ده نیولې.
په ایران کې میشتو افغاني کډوالو ویلي چې ایراني پوځي چارواکو ورته دپوځي روزنې او سورېې ته دلیږد په انکارکورنیوته له ایرانه دشړلو او ځوانانوته دزنداني کولو ګواښونه کړي دي.
دملګروملتونو دبشردحقوقو نړیوال سازمان هم منلې چې په ایران کې میشت افغانان داقتصادي ستونزو او ورسره دایراني پولیسو غیرانساني چلند دسورېې جګړې ته په لیږد مجبورکړي دي.
موجوده اداره نه یواځې په هېوادکې د جګړې په پاې ته رسولو کې نا کامه ده بلکه له هېواده دبهرافغانانو دژوندپه اړه هم مسئولیت لري چې دپردیو په جګړو کې له وینو تویولو ېې وژغوري
تیرکال دکډوالو دراستنیدولو دچارو وزیر عالمي بلخي ایران ته دایراني چاواکوسره دلیدنې په موخه دافغانی کډوالو دستونزودحل لپاره ایران ته تللې و خو تش لاس راستون شو اوس چې ایران دافغاني ځوانانو په وینو دبشارالاسد واکني ساتي اوله سورېې سره دافغانانوپه مرګونو خپل ملاتړڅرګندوي هرافغان چې دسورېې په جګړه کې وژل کیږي مسئولیت ېې ددې بې کفایته ادارې په غاړه دی.

















