کابل ټکی کام ۱۳چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
په تېرو شپږو میاشتو کې څه د پاسه ۶۵۶۷ غیر نظامي وګړي په سوریه کې وژل شوي دي، چې د دغې شمېرې ډېری وګړي د اسد رژیم له خوا په قتل رسېدلي دي.
په سوریه کې د بشر حقوقو د څار سازمان له لورې په تازه خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د سوریې په بېلابېلو برخو کې څه د پاسه ۶۵۶۷ غیر نظامي وګړي وژل شوي دي.
دغه سازمان ویلي دي، چې تېره میاشت د سوریې په بېلابېلو سیمو کې یوازې ۱۲۷۱ ملکي وګړي وژل شوي وو، چې په سوریه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال له لومړۍ میاشتې راهیسې تراوسه پورې ۶۵۶۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي دي، چې د اسد رژیم او د شیعه ملېشو له خوا په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۴۷۱ ملکي وګړي، چې ۵۹۰ ماشومان، ۴۲۲ ښځې او ۲۳۰ نور کسان پکې شامل دي؛ وژل شوي دي.
راپور کښلي دي، چې همدا راز د داعش ډلې له لورې ۷۶۴ سوریايي وګړي، چې ۱۰۳ ماشومان، ۱۴۸ ښځې او ۷ نور کسان پکې شامل دي؛ وژلي دي.
راپور کې راغلي دي، چې د جبهة النصرة له لورې ۲۱ سوریايي وګړي، چې ۲ ماشومان، ۱ ښځه او ۲ نور کسان پکې شامل دي؛ وژل شوي دي.
راپور ویلي دي، همدا راز ۴۶۲ ملکي وګړي، چې ۱۱۸ ماشومان، ۱۰۹ ښځې او همدا راز ۲ نور کسان د اسد رژیم د مخالفو ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
همدا راز د امریکا په رهبرۍ په ائتلافي هوايي حملو کې همدا شان ۱۲۷ ملکي وګړي، چې ۵۴ ماشومان او ۲۲ ښځې پکې شاملې دي؛ وژل شوي دي.
د امریکا په رهبرۍ له بمباریو څخه علاوه ۲۶۶ سوریايي وګړي، د ۷۰ ماشومانو او ۳۸ ښځو په ګډون په اوبو کې د ډوبېدو او یا هم د نا څرګندو ځواکونو په بمباریو کې وژل شوي دي.


















