کابل ټکی کام ۱۵چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له کندهار ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت د ژړۍ ولسوالۍ اړوند د تانګړي دښت په سیمه کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه او یو ټانګ د ماینونو په مټ له منځه وړي دي.
دغه پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، چې امریکایي عسکر سیمې ته د عملیاتو لپاره تللي وو.
خبر وايي، چاودنه چې ډېره زوروره وه، د بهرنیو ځواکونو ټانګ یې په ټولیزه توګه له منځه وړی دی.
د را رسېدلي خبر له مخې چې امریکايي عسکر نن غرمه یو ځل بیا دغې سیمې ته تللي وو، تر څو د لویې دوه څرخه چورلکې په مټ د خپل ټانګ ټوټې ولېږدوي، خو د طالبانو پر یوه بل خښ شوي ماین ور برابره شوه، او له منځه ولاړه.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چې په دواړو پېښو کې امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بهرنیو ځواکونو نن مازدیګر د نورو چورلکو په مټ خپل مړه او ټپيان ولېږدول.

















