لیکوال :مفتی محمد تقی عثمانی\ژباړه:مولوی نورالله عزام، دویمه برخه
که ولس په ازاده توګه حاکم ومنل شی؛نوبله داپوښتنه راولاړيږی چی دجمهوری حکومت موخه څه ده؟جمهوريت دکومی موخی لپاره منځته راغلی دی؟ددی پوښتنی ډاډه ځواب تراوسه چا نه دی موندلی.سیاستوالوپردی څيړنه کړی چی دجمهوريت موخه څه ده؟په دی لړکی بيلابیل ځوابونه شوی دی،اوسياستوالوهڅه کړی چی ځواب یی ومومی،خوتراوسه چاډاډمن ځواب ندی موندلی اوچی کله له دوۍ نه نوری خواوی ورکی شی؛نوبیا وایی چی حکومت پخپل ذات کی مقصود دی خودایوه تیوری ده اوځینی خلکو بيا ویلی دی چی دحکومت موخه زیات نه زیات خلکوته خوښ اوسوکاله ژوندبرابرول دی،اوولس چی کوم حکمونه صادروی داټول خلکوته دخوښۍ پیداکولولپاره کوی.خوداخوښی هسی يوه زياتی خبره ده،يوتن به په يوکارکی خوښ وی اوبل به په بل کی خوښ وی؛ نوبیا به کومه خوښی غوره ګڼل کيږی؟ ددی ځواب کی له دی پرته چی په کوم شی کی داکثريت خلکو خوښی وی هغه خوښی به په حقه وی،بل ځواب چا نه دی موندلی،اوس که دخلکو اکثريت په کومی بداخلاقۍ خوښ وی؛نوددی پایله داشوه چی همدابداخلاقی خپرول هم دجمهوریت له موخو څخه شمیرل کیږی.
په دی اړه وروستۍ تيوری چی ترټولو غوره ګڼل کیږی داده چی دجمهوری حکومت موخه دخلکودحقوقوساتنه ده.
اوس پوښتنه داده چی دخلکو کوم حقوق مقصود دی اوددی حقوقو تعین به څوک کوی؟ددی پوښتنی په ځواب کی ویل کیږی چی داپریکړه به هم پخپله ولس کوی خو اوس دولس حال دادی چی نن یوشی حق وګڼی صبا بیا له هغه انکار کوی ځکه چی نن دحقوقو کوم مطلق اودائمی تصورنشته، بلکی ټول حقوق اضافی دی.
لنډه داچی دجمهوريت په اصلی موخو کی به کله هم تاسو ونه وینـئ چی خير خپور کړی،اودشرمخنيوی وکړی،نيکيوته وده ورکړی اوله بديو خلک راوګرځوی.اوداکارځکه نه کوی چی یوخو به دوی کی دنيکيو اوبديو کوم دائمی معیار نشته چی پلانی شی ښه دی اوپلانی بد.اودجمهوريت وروستی فلسفه خولاداده چی په نړۍ کی خیر اوشر بیخی نشته ټول شیان اضافی دی.په یوه زمانه کی به یو شی خیر وی اوپه بله کی به هغه شر وی. په یو وخت کی به یو شی شر وی اوپه بل وخت کی به بل شی شر وی،په يوه هيوادکی به یو شی خیر وی اوپه بل کی به هغه شر وی،په یو چاپیریال کی به یو شی خیر ګڼل کیږی اوپه بل کی به شر.داټول شیان اضافی دی بلکی ددوۍ کوم حقیقی وجود نشته، دخیراوشرتله پخپله دچاپیریال اودودیزوکړنو تراغیز لاندی ټاکل کیږی.نوله کوم وخت نه چی په لويديځ کی سيکولرنظام منځ ته راغلی،له هغه وخت نه دبداخلاقۍ اوجنسی ناروغيوطوفان پرڅپوراغلی ترکومه چی جمهوریت نه وو ترهغه وخته داناروغۍ نه وی،هغه مهال په اروپا کی شاهی نظامونه یا عیسایی تیوکراسی وه،دومره اخلاقی نیمګړتیاوی نه وی څومره چی نن له جمهوریت راتلو وروسته هلته راپیداشوی دی. هلته اوس دعیاشۍ اوبدکارۍ بازاراوج ته رسیدلی،داسی بدکاربه نه وی چی څوک یی دازادۍ په نوم اجازه لیک ونه لری اویا لږترلږه دهغه غوښتنه نه کیږی.جمهوریت نه دکوم اخلاقی ارزښت پابند دی اونه هم داسمانی لارښونو څخه برخمن دی بلکی ټول دارومدار یی دخلکو دخوښۍ اوخواهشاتوپربنسټ ولاړدی،که څوک بد کوی اوکه ښه کوی داهرڅه دانسان یو روا حق بولی. دهمدی ديموکراسی په نتیجه کی دبرطانیی پارلمان دنجونواوهلکانو ترمنځ دجنسی اړیکوساتلواجازه لیک منظور کړ، اودایی دقانونی جواز په توګه ومانه،دبرطانیی له دی اقدام وروسته په ځینو نورواروپایی هیوادونو کی هم همجنس پرستی دقانون په توګه منل کیږی.کله چی دبرطانیی په پارلمان کی داقانون وړاندی شو؛نوهغه مهال یی دپارلمان ټولو غړوملاتړ ونه کړ،په دی اړه يوڅه اختلافات موجود وو.بیا ددی اختلاف دلری کولو په موخه د”Wolfendern Committee” په نوم یو کمیسون وټاکل شو. داکمیسون ددی دپاره جوړ کړل شو چی په دی تړاو دولس عامه رایه معلومه کړی،اوداخبره له پوهانو اوروڼ اندو سره شریکه کړی اوپه پای کی دعامه رایو معلومولو او اړوندو ټولګيو سره ترلیدنی کتنی وروسته کومی نتیجی ته ورسیږی. ددی کمیسون راپور ډیر دعبرت وړدۍ، په دی راپور کی چی کمیسون کومی خبری کړی وی دهغوخلاصه داوه چی زمونږ په فکرجنس پرستی يو بدکار دۍ،خوستونزه داده چی مونږخپل پروګرامونه دنیکۍ اوبدۍ پربنسټ ندی تعمیرکړی بلکی مونږ پردی بنسټ تعمیرکړی چی افراد دځان لپاره په قانون جوړولو کی ازاد دی اوکله چی مونږ دا وصول ومنل؛ نودقانون دکار دایره داخلاقو له دایری بیله شوه،قانون بیل شی دی اواخلاق بیل شی دی.اخلاق دهرانسان ذاتی معامله ده اوقانون عامه رایه اوازادی څرګندول دی. نو ترڅوچی یوه ټولنه کی ددی هڅه ونشی چی بداخلاقی یا ګنا دجرم مساوی وشمیرل شی ترهغوبه داخلاقو اوقانون دایره بیله وی اودادقانون کار نه دی چی دخیر اوشر پریکړه وکړی چی کوم شی بد اوکوم ښه دی؛ نوځکه مونږ مجبوره يو چی ددی قانون په ملاتړ رایه ورکړو اوچی کله عامه رایه دهمجنس پرستۍ دجواز ملاتړ کوی ؛نومونږ په دی اړه دارایه ورکوو چی دجنسی اړیکو ساتلو جواز دی قانون وګرځول شی دهمدی راپور پر بنسټ دبرطانیی “دارلعوام”(دعوامو مجلس) داپریکړه صادره کړه چی همجنس پرستی قانونا جواز لری،اوکله چی برطانیی داقانون تصویب کړ؛نوامریکا هم همداسی قانون جوړ کړ،او اوس په اروپا اوامریکا کی ددی کار ځانګړی ډلی جوړی شوی دی چی همجنس پرست ورته وایی،داخلک څرګند دی اوځانونه “Gay”(ښاد)بولی. ددی لفظی معنی ښادی ده یعنی پخپل ژوندخوښ.په همدی هیوادونو کی اوس ځانګړی ډلی اوتنظیمونه دی چی ددی کار دعامولو لپاره کارکوی اوسړی ته Gay (ښاد) اوښځی ته “lesbian”(همجنس بازه ښځه) وایی.
د”Swap Union”په نوم يوبل تنظیم دی،Swap دتبادلی په مانا دی اوله دی څخه ددوۍ موخه دمیرمنوتبادله ده.داتنظیم ځانګړی کلبونه لری.تراوسه داقانون نافذدی چی ناواده کړی ميرمن هرڅه غواړی هغه کولی شی؛خو واده کړی ميرمن نشی کولی دخپل خاوندپرته له چاسره زنا وکړی ځکه چی په دی سره یی دخاوند حق ترپښو لاندی کیږی؛
نوربیا

















