کابل ټکی کام ۱۵چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
پرون په سعودي عربستان کې درې بریدونه وشول، چې لومړني برید په جده کې د امریکا کنسلګرۍ په نښه کړه، ورپسې ماښام مهال په القطیف کې د شیعه وو مسجد ته څېرمه او ورپسې د نبوي حرم سره خوا کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره شول، چې ۴ یې شهیدان شول، او ۵ نور یې ټپيان شول.
تراوسه پورې د دغه برید پړه چا نه ده منلې، خو د سعودي چارواکي داعش ته د شک په سترګه ګوري.
مسلمه امت د سعودي عربستان په مدینه منوره ښار کې نبوي جومات سره څېرمه چاودنې غمجن کړی دی.
دغه برید مصر، بحرین، متحده اماراتو او نورو عربي ممالکو او تنظیمونو په کلکه توګه غندلی دی.
په افغانستان کې د دولت پر خلاف مبارز اسلامي غورځنګ (د افغانستان اسلامي امارت) هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نبوي جومات پر برید ژوره اندېښنه ښودلې ده، او ویلي یې دي:
«په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په نبوي حرم کې دروضې مبارکې په ساتونکو باندې برید شوی او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
اسلامي امارت چې په دې ځورونکې پيښه يې ټکان خوړلی یاده پيښه په سختو ټکو غندي، او د اسلامي شعائرو په وړاندې یي له دښمنۍ او کینې ډک عمل بولي.په نبوي حرم کې داسې کړنه په هیڅ ډول د زغملو نه ده.»
طالبانو د دغه جنایت په اړه ویلي دي، دغه جنایت په ډاګه کوي، چې د اسلامي امت او زمونږ د دیني شعائرو په وړاندې د دښمنانو دسیسې څومره بې رحمانه او له کینې ډکې دي.
طالبانو پر مسلمه امت غږ کړی دی، چې د دښمنانو په وړاندې دې په ګډه فکري او عملي مبارزه وکړي، او د دښمنانو د دا ډول توطئو شنډولو لپاره دې متوجه واوسي.
طالبانو د پیغام په پای کې د حرمینو شریفینو د ساتنې لپاره دعا کړې ده، او هغو ډلو او کړیو ته یې ښېرا کړې ده، چې د اسلام مقدساتو ته د زیان رسولو ارادې لري.


















