کابل ټکی کام ۱۵چنګاښ/۱۳۹۵، لیکنه: انس غزنوي
ماته به ډېر وخت دا سوچ ولاړيده چې څو سلنه افغانان د اسلامي امارت د بيا راتلو په هيله دي, همدغه پوښتنه نن هغه مهال راته جوته شوه چې کله مې د ګران رهبر اميرالمومنين شيخ الحديث والتفسير هبت الله آخندزاده حفظه الله د کوچني اختر د مبارکۍ پيغام, د غزني مرکز په يوه مسجد کې ځوړنداوه, هېره دې نه وي چې تېر کال مې هم په همدې مسجد کې د شهيد اميرالمومنين ملا اختر محمد منصور رحمه الله د اختر پيغام ځوړند کړی وو.
کله چې مې سترګې د شهيد رهبر رحمه الله په پيغام ولګيدې; نو ټول وجود مې په لړزه شو بس د زړه له اخلاصه ما او زما نورو ملګرو ورته دعا وکړه, ما غوښتل چې د اميرالمومنين شيخ الحديث والتفسير هبت الله آخندزاده حفظه الله دا پپغام د شهيد اميرالمومنين ملا اختر محمد منصور رحمه الله د تېر کال د پيغام په سر باندې ځوړند کړم, ترڅو چې مو د مسجد نظافت هم مراعات کړی وي, دغه وخت په مسجد کې ناست يوه ځوان را باندې غږ وکړ: ملا صاحب! ما ورته وويل: هه ګرانه څه وايې؟ ځوان راته وويل: که دا د نوي اميرالمومنين پيغام د شهيد ملا اختر محمد منصور رحمه الله د پيغام تر څنګ ځوړند کړې دا به ډېر ښه راشي, ځکه زه چې هر وخت مسجد ته راداخليږم نو لومړی مې سترګې د ګران اميرالمومنين په پيغام لګيږي او زړه مې ورته دعا کوي, که دا پيغام پټ شي هسې نه چې د ملا صاحب يادونه مې هېر شي, دې وخت کې زما له خولې څخه بې اختياره او په لوړ آواز د “سبحان الله” کلمه راووته او له سترګو مې د اوښکو ويالې جوړې شوې او زه اوس پوره پوه شوم چې د افغانستان هر وکړی د اسلامي امارت د راتلو په هيله دی.

















