شنبه, اپریل 25, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

رښتیا چې یو ریښتینی مجاهد مشر یې!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 5, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
د طالبانو مشر، شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده

د طالبانو مشر، شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده

7
ځلې شریک شوی
85
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

شبیراحمد عثماني

په ټوله نړۍ کې سیاسي مشران له  انتخاب وروسته خپلې کورنۍ او پلویانو دا امیدونه ورکوي چې له دې وروسته به زمونږ په او ستاسو په ژوند کې یو مثبت بدلون راځي ددې ترڅنګ په یوه خاص انداز کې داسې نمائشي حرکتونه کوي چې د خلکو د ژبو پرسر شي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپائن پروخت هم داسې ډیرې څرګندونې کولې چې که مشر شوم ستاسو په دسترخوان کې به مثبت بدلون راولم پداسې حال کې چې دا هیڅکله د چا په توان کې نده ځکه چې د رزق ذمه وار الله تعالی دی نو دا کار دالله تعالی دی خو ده به ده شاید د خدایي دعوی کوله. هر ولایت ته به چې لاړ هلته به یې خلکو ته تطمیع کوونکي ژمنې ورکولې. ( زه به ستاسو ولایت په ستر تجارتي مرکز بدل کړم ، زه به ستاسو لپاره دا داد او ها کوم ټول وطن به باغ باغ کړم، هیڅ یې دا نه ورسره ویل چې که خدای کول. تاسې د ده د انتخاباتي کمپائن تقریرونه واورئ بیا به هرڅه درته یاد شي.

جانکیري چې کله د ده ریاست منظور او اعلان کړ نو بیا یې یو لړ نمایشي حرکات هم پیل کړل ، په ارګ کې یې د یوڅه وخت لپاره معدنې اوبه څښل بند کړل ، اشپزخانې یې کمې او کنترول کړې، د عامې روغتیا شفاخانو او …. ته په نا خبرۍ کې لاړ او ………

خو د دې ټولو سره سره یې هیڅکله دا ونه ویل چې زه به د دې هیواد او اسلام لپاره له خپله ځانه هم تیر یم.

په نوره نړۍ کې هم د مشرانو داسې ډیرې بیلګې شته، د بنګلدیش  د زراعت پخوانۍ وزیر او د جماعت اسلامي اعدام شوي مشر به تنها روان و له بزګرانو سره به لیدنې کتنې کولې د دوی نظریات به یې اوریدل او د بزګرانو د ښیګڼې لپاره به یې د توقع پرخلاف زیات او ښه کارونه کول، د کیوبا مشران هم دا سې ډیرې بیلګې لري چې اوس یې د کیوبا په تاریخ کې ځای موندلی دی.

خو زمونږ مشران ؟؟؟!!! الله اکبر داسې بیلګې لرې چې د نړۍ هیڅ مشران یې نلري که ووایو چې  د خلفاءراشدینو وروسته بیا په اوسني عصر کې یوازې زمونږ مشران دي چې د ژوند او کړنو باب یې ساری نلري.

د طالبانو د اسلامي تحریک مؤسس او اولینی مشر ملا محمد عمر مجاهد یواځینی مشر و چې د دې زمانې فرعون جورج ډبلیو بش ته یې وویل چې یو د الله امر دی او بل د ستا امر دی مونږ د الله امر منو خو ستا دا نه منو. د امریکایي یرغل وروسته چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله پوره دیارلس کاله له خپلې کورنۍ بیل و . ده یې وجه دا ښودلي وه چې زه اوس د خپلې کورنۍ مشر نه یم بلکې د ټول اسلامي امت امانت یم که زه لږه بې احتیاطي وکړم دا به مې د ټول اسلامي امت سره خیانت کړی وي. په دیارلسو کلونو کې نه پاکستان ته لاړ او نه ایران ته، او نه یې هم د دغو هیوادونو جوړې شوي دوایانې وخوړې بلکې د خپل هیواد د شاتو او یوناني( د بوټو او جړو) دوایانو په واسطه یې خپله معالجه کوله.

د امریکا او کفري نړۍ له پوځي یرغل وړاندې د سعودي عرب ، پاکستان، قطر او ځینو نورو اسلامي هیوادونو استخباراتي او روحاني مشران پدې هیله کندهار ته راغلل چې ګوندې زمونږ خبره ومني او اسامه بن لادن امریکا ته وسپاري. خو مرحوم مشر په ډیر لوړ شهامت ورته وویل چې تاسې ما ته یوه داسې بیلګه وښیئ چې مسلمانانو دې کوم مسلمان کافرانو ته په لاس ورکړي وي یوه تن ورته وویل چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا کار کړی دی، مرحوم ملاصیب  ورته وویل چې هغه وخت له مشرکانو سره همداسې تړون شوی و چې که له تاسې کوم څوک مسلمان شو او مونږ ته راغی بیا به یې تاسې ته په لاس درکوو – خو زمونږ او د امریکایانو ترمنځ کوم تړون او معاهده شتون نلري. هغوی ټول بې ځوابه پاتې شول . د سعودي، قطر او پاکستان علماؤ او استخباراتي مشرانو له دې مجلس وروسته پخپلو کې سره وویل: هغه ایمان چې په ملا محمد عمر مجاهد کې شته په اوسني زمانه کې یې څوک نلري.

داسې لسګونه بیلګې یې نورې هم شته. د مشر ملاصیب له وفات وروسته چې کله ملا اخترمحمد منصور تقبله الله د مشرتوب ذمه واري پر غاړه واخیسته داسې یو حالت و چې ترڅو له سره تیر نشي څوک دا مشرتوب نشي کولی ځکه چې له مشر ملا صیب رحمه الله څخه چې کوم رسالت پاتې و هغې پخپله دا ایجاب کاوه چې باید له سره تیر مشر مشرتوب پر غاړه واخلي.  داسلامي امارت له مشرانو نه د یو تن په ملاقات مشرف شوم په ځینو موضوعاتو مو خبرې سره کولې دې مشر راته وویل چې مونږ کله د دې موضوع په اړه پریکړه وکړه او شهید امیرالمؤمنین ته مو خپله پریکړه واوروله نو ده راته وویل: دا کار قرباني غواړي ، دا چې تاسې پریکړه کړیده نو زه به حتما دا قرباني ورکوم او زه له قربانۍ ورکولو څخه نه په شا کیږم. دادی ومو لیدل چې منصورصیب خپله قرباني ورکړه مګر د مشر ملاصیب له مسیر څخه یوه ملي قدر هم پر شا نشو.

اوسنی مشر شیخ الحدیث هبة الله اخند زاده صیب حفظه الله چې پر دیني علومو مالامال او د نظامي ډګر یو زړور مجاهد دی له مشرتوب وړاندې داسې کردار لري چې ډیر کم خلک به یې ولري. داسې خبر شوی یم د شیخ صیب حفظه الله یو زوی چې د فدایي عملیاتو اراده یې درلوده د تدریب لپاره د خلیفه صیب سراج الدین حقاني حفظه الله مرکز ته لاړ چا ورته وویل چې شیخ صیب ستاسو زوی…..؟؟؟ ده مبارک ورته وویل چې زه پر دې خوشحال یم چې بچیان مو د الله تعالی د دین د اعلاء لپاره قربانۍ ورکولو ته حاضریږي هیڅ پرې خفه نه یم ما عام او تام بخښلی دی. اوس به نو دا شهامت په چا کې پیدا کړو؟ بالکل حیرانوونکي ده او د صحابه کرامو د غزاګانو تاریخ ژوندی کوي.

اوس خبر شوم چې شیخ صیب حفظه الله له انتخاب پنځه دقیقې وروسته  خپل کور ته ننوت او خپلې کورنۍ ته یې وویل چې زه نور ستاسو نه یم بلکې د یولوی مجاهد ملت امانت یم همدغه شیبه زمونږ او ستاسو ترمینځ جدایي راځي یا به د روان سپیڅلي جهاد له بري وروسته سره وینو او یا به د قیامت په ورځ سره وینو، رخصت یې واخیست او پخپلو ورسپارل شویو کارونو پسې ولاړ. الله تعالی دې هر دم حافظ او ناصر شي. د ده مرستیالان هم کټ مټ دا اوصاف لري، مولوي محمد یعقوب صیب خو مې لا ندی لیدلی الله تعالی دې ملاقات رانصیب کړي خو خلیفه صیب سراج الدین حقاني حفظه الله مې یوه ورځ پداسې حال کې ولیده چې تکې تنها د کور پر لور روان و، څو ورځې وروسته مې ملاقات ورسره وشو او دا یادونه مې ورسره وکړه نو په مسکی حال کې راته وویل : ډیرې ورځې کورته نه وم تللی په کارونو کې مصروف وم، دا چې په کوم حال کې کورته لاړم یواځینی وجه یې داده چې زما دنده د اسلام د سپاهیانو مجاهدینو امانت دی او د دې امانت ساتنه زما مسئولیت دی خدای مکړه چې د دې دندې سره بې احتیاطي وکړم کنه شهادت مې یوازینۍ هیله ده.

اوس که دې ته ځیر شو چې د اسلامي امارت مشرتوب کوم مادي امتیاز لري ؟ چې شیخ صیب حفظه الله او نور مشران یې دومره سترو قربانيو ته مجبور کړي ؟! نو پوهیږو چې په ننۍ زمانه کې خو هر سړی له ژونده خوند اخیستو ته لیواله وي ، قدرت او صلاحیت د دې لپاره غواړي چې شخصي غریزې اشباع کړي خو دا کله هم په امارت کې نشته. د اوسنۍ زمانې فرعون اوباما هم له وړاندې اعلانونه کوي چې که د دوی خبره ونه مني نو انجام به یې مرګ وي، خو دا اعلان زمونږ پر مشرانو هیڅ اثر نلري.

هر هغه څه چې شته د اعلاءکلمةالله لپاره د سر قرباني ده. او د سر قرباني ورکول ډیر ستر شهامت او قوي انګیزه غواړي. د ملي وحدت په نوم د حکومت مشران حتی ډیر عادي او ادنی چارواکي د ځان د ژغورنې پخاطر په مرمۍ ضد موټرو کې ګرځي هغه هم له کابله د باندې نشي وتلی که وځي نو یو لوی اوږد قطار د عسکرو ورپسې وي ته به حیران شې وبه وایې چې دا څه دي؟!

د نړۍ د ستر زبرځواک امریکا مشر چې افغانستان ته راځي نو د شپې راځي او هغه هم له بګرامه یوې او بلې خوا ته حتی ارګ ته نه ځي او دا نور متحدین مشران یې چې راځي هم نو یوازې سیدا د خپلو پوځیانو سترو سترو بیسونه ته ځي خو په داسې حال کې ځي چې حتی د افغانستان په اصطلاح جمهور رئیس هم پر خبر نه وي، د خپلو متحدو افغانانو سره هم چې کله لیدل کتل کوي نو خپلو اډو ته یې ورغواړي خو دا هم تر څو چې ور رسیدلی نه تر هغه خبر هم نه وي چې له چا سره لیدنه لري.

زمونږ د مشرانو اولادونه هم په کړو وړو کې د نورو سره فرق لري – د اشرف غني زوی طارق په امریکا کې د یو هوټل شاګرد دی، پاک کاري کوي او لور یې د موسیقي د زده کړو ښوونکي ده هغه چا خبره چې د هنرهای زیبا چارې پرمخ بیایي.

د ډاکتر عبدالله عبدالله لوڼه په هند کې پداسې حال کې درسونه وایي چې هیڅ اسلامي او افغاني کلتورته احترام نلري، د کرکټ شل اوریز نړیوال جام د مسابقو پروخت خو ډاکتر عبدالله یوه لور لوڅ سر او په پتلون کې دلوبې کتلو لپاره هم د تماشاچیانو په منځ کې وګرځوله، همدغه راز یې نور هم درواخله.

خو د شیخ صیب حفظه الله زوی د اعلاءکلمةالله او د هیواد د آزادۍ پخاطر سرښیندونکي برید ته انتظار کوي. او د حقاني صیب حفظه الله اولادونه هم د اعلاءکلمةالله او د هیواد د آزادۍ پخاطر په تاریخي جهادي مبارزه بوخت دي، څلور ژڼي زامن یې پدې پاکه سپیڅلي لاره کې شهیدان، یو یې بیګناه اسیر او دوه یې عملا په سترو جهادي خدمتونو بوخت دي او په کور دننه یې هم د قرآنکریم او نبوي حدیثو تعلیم او تعلم کیږي.

نو اې زمونږ قائده! اې زمونږ امیره! زمونږ دې سر او مال له تا قربان شي! زما عمر دې هم د ستا شي! زما آل او اولاد دې لتا قربان شي!  ته چې دومره سترې سترې قربانۍ ورکوې، ته چې دومره ستر شهامت لرونکی یې، ته چې د دنیا له ټولو لذتونو تیریږې ، ته چې پر ځان هره سخته قبلوې نو زما دې سترګې ووځي چې زه به ستا امر نه منم، زه دې هلاک شم چې ستا مسیر به پریږدم.

اوس نو یوه پایله بله هم اخیستی شو هغه دا چې کله د یو نظام مشر له خپلې ټولې کورنۍ سره  په دومره لوړه کچه قرباني ورکولو ته اماده وي نو د دې نظام مجاهد او عسکر به څنګه خپل سر او مال نه قرباني کوي، بلکې د قربانۍ میدان ته په خندا خندا ورځي او دادی وینو یې چې هره ورځ د دې نظام اتباع قربانۍ ورکوي خو سنګرونه یې لاپسې تودیږي او غښتلي کیږي.

ځکه خو د نړۍ د ستر زبرځواک مشر اوباما په نا خبره ډول د شپې په تیاره کې تر بګرامه راځي. ځکه خو ستر ستر پوځي جنرالان د شپې په خوبونو کې د دې نظام له مجاهدینو نه په ویره کې وي او د ډاره له کټه پریوځي، ځکه خو لسګونه زره میله لرې د دې نظام د عسکرو رعب پرې پریوتلی دی، ځکه خو خپل شته طاقت ازمایي چې د دې نظام له عسکرو خوندي پاتې شي .

په پای کې یوه جمله لیکم چې د الله تعالی دلارې د مجاهد مشر همدا صفات او خصوصیات وي. رښتیا چې ته یو ریښتینی مجاهد مشر یې.

! الله تعالی دې حافظ او ناصر شه

مخکینې مطلب

اختره دلته نکريزې نشته !

بل مطلب

طالبانو د نبوي حرم پر برید ژور خفګان ښودلی

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 25, 2026
0

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

امریکایي سناتور: کانګو ته د افغان کډوالو لېږلو پرېکړه ظالمانه او غیر اخلاقي ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

ذبیح الله مجاهد: افغانستان نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړېکو پراخولو هڅه کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 25, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
0

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
  • ذبیح الله مجاهد: افغانستان نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړېکو پراخولو هڅه کوي

    5 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 1
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

پروان کې د ۲۲۵ میلیونه ډالرو په لګښت د «صفوان» د سمنټو ستره فابریکه جوړیږي

تهران او څو نورو ښارونو کې د هوايي دفاع سیستم فعال شو

حزب‌الله د صهیونیستي ریژیم پرمختللې بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

امریکایي سناتور: کانګو ته د افغان کډوالو لېږلو پرېکړه ظالمانه او غیر اخلاقي ده

ذبیح الله مجاهد: افغانستان نړۍ سره د ډیپلوماتیکو اړېکو پراخولو هڅه کوي

بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

د ایران بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد، مسکو او مسقط ته ځي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com