کابل ټکی کام ۱۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
طالبانو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر په اړه د اوباما د څرګندونو په وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.
نن امریکايي ولسمشر بارک اوباما په افغانستان د امریکایي ځواکونو د شمېر پلان بدل کړ.
اوباما وايي، چې د راتلونکي کال تر پایه پورې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۸۴۰۰ تنو ته راټيټ شي.
دا مهال په افغانستان کې ۹۸۰۰ تنه امریکایي سرتیري مېشت دي.
له دې څخه وړاندې په پام کې وه، چې دغه شمېر به پنځه نیم زور ته راټيټ کړی شي.
طالبانو کابل ټکي کام ته په یوه رالېږل شوي پیغام کې د اوباما د دغو څرګندونو په وړاندې توند غبرګون ښودلی دی.
«که هرڅومره امریکايي اشغالګر عسکر په افغانستان کې پاتې شي، ماتې يي حتمي ده، څومره چې امریکايي عسکر ډير وي هغومره به يې تلفات زیات وي.
اوباما چې په یو لک پوځ او د ۴۹ هیوادونو په ملاتړ هيڅ ونشو کړای، په ۸۴۰۰ عسکرو هم څه نشي کولای، زموږ ارادې لوړې او عزم خورا متين دی.»


















