کابل ټکی کام ۱۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې په افغانستان کې به راتلونکی کال د امریکایي ځواکونو شمېر ۸۴۰۰ وي.
دا مهال ۹۸۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې مېشت دي.
وړاندې په پام کې نیول شوې وه، چې په افغانستان کې به دغه شمېر تر پنځه نیم زرو پورې راټيټ شي.
اوباما دغه تصمیم وروسته له هغې نیولی دی، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال نکولسن او د حکومت او پارلمان له مشرانو او نورو چارواکو سره مشورې کړې وې.
اوباما وویل، امریکایي ځواکونه به نه یوازې د افغان ځواکونو مرسته او روزنه کوي، بلکې د «ترهګرۍ» پر خلاف به مبارزه هم پر مخ بیايي.
اوباما طالبان اوس هم د یوه ګواښ په توګه یاد کړل، او افغان ځواکونه یې نا غښتلي وبلل.
د جولای میاشتې په اتمه او نهمه نېټه کې به د وارسا غونډې په اوږدو کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران به د افغانستان څخه د تړون د ملاتړ په دوام به پرېکړه کوي.
د یادولو ده، وړاندې داسې طرحه شوې وه، چې په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو شمېر د روان کال تر پایه ۵۵۰۰ تنو ته راټيټ شي.


















