کابل ټکی کام ۱۷چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ولسمشر غني نن مازدیګر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په وارسا غونډه کې د ګډون لپاره پولنډ ته ولاړو.
خبرپاڼې لیکلي دي، چې ولسمشر غني به په وارسا غونډه کې د «ترهګرۍ» سره د مبارزې په اړه د افغانستان لید لوری او په نورو بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.
ولسمشر غني به د دغې ناستې په یوه څنډه کې د ناټو غړو هېوادونو له مشرانو او لوړ پوړو مقاماتو سره ځانګړې لیدنې وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې ده، چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي دفاع وزیر ډګرجنرال عبدالله حبیبي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي، په زیربنايي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د جمهوري ریاست د چارو د ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر ستر سلاکار نادر نادري او د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري ملتیا کوي.
د یادولو ده، سبا به په پولنډ کې د وارسا غونډه پیل شي، چې د افغانستان وضعیت یې اساسي موضوع ده.


















