په سمنګان ولایت کې دترافيکي پیښې له امله ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۷ عبدالهادي همت

د سمنګانو چارواکي وايي چې ددې ولايت د دلخکي کوتل په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او  ١٩نور ټپيان شوي ادي.

د سمنګانو د امنيه قوماندانۍ يوتن مسوول څارمن عبدالحليم رسنیو ته ویلي چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته درې بجې رامنځته شوې  ده .

هغه زياته کړه د حضرت سلطان ولسوالۍ يو شمېر ځوانان  په يو بار وړونکي موټر کې له يوې سيمې څخه بلې ته د اختر مبارکۍ لپاره تلل چې موټر يې چپه شو .

د نوموړي په خبره ، په دې پېښه کې څلور تنه مړه شوي او ١٩نور ټپيان دي .

هغه د موټر د چپه کېدو لامل ګړندى تګ په ګوته کړ.

د سمنګانو د ولايتي روغتون يوتن ډاکټر شمس الدين وويل چې روغتون ته څلور مړي او ١٩ ټپيان  راوړل شوي دي .

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button