د کونړ برېښنا د زورواکو برېښنا ده

کابل ټکی کام ۱۷چنګاښ/۱۳۹۵، انصار
د هېواد په څو ولایتونو کې یو څه برېښنا شتون لري، چې هغه هم یوازې د ښارونو د چارواکو او زورواکو خونې پرې روښانه دي.
د کونړ ولایت اوسېدونکي وایي، په اسعدآباد کې همدغه سلوک زمونږ سره روان دی، چې برېښنا یوازې چارواکو او زورواکو ته ورکړل شوې ده، او غریب ولس ترې بې برخې پاتې دی.
د کونړ اوسېدونکو شکایت کړی دی، د ولایت چارواکي رسنیو ته په مرکو کې وایي، چې مونږ د برېښنا ویش په مساوي ډول کړی دی، حال دا چې مونږ د برېښنا څخه بې برخې پاتې یو، البته کورونو ته مو د برېښنا مزي غځول شوي دي، خو برېښنا ورته نه ده ورکړل شوې.
د کونړ اوسېدونکو ویلي دي، مونږ د کورونو لومړیتوب د نجارۍ فابریکو ته ورکوو، چې فابریکې مو د برېښنا د نشتوالي له امله غمزمنې شوي، او په ورځینیو کارونو کې مو ستونزې را ولاړې شوي دي، چې زموږ پر ژوند یې منفي اثر کړی دی.
په کونړ کې د نجارۍ د فابریکو مالکانو ویلي دي، د برېښنا د نشتوالي له امله مونږ په جرنیټرونو کار کوو، چې د جرنېټرونو کار کول زموږ اقتصاد ته تاوان رسولی، او نور په جرنېټر د کار کولو توان نه لري، ځکه د جرنېټر لګښت سره په فابریکو کې د جوړو شویو پخو موادو رانیوونکي کم شوي دي.
د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي، که موږ ته په مساوي ډول برېښنا ونه وېشل شي، په نږدې راتلونکې کې به زموږ د نجارۍ فابریکې سقوط وکړي، او هم به مو نور د برېښنا پورې اړونده کارونه د تاوانونو سره مخ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button