کابل ټکی کام ۱۷چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د لېبیا د پخواني مشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام چې په زندان کې د اعدام حکم پرې شوی وو، له زندان څخه خوشي شوی دی.
خبري رسنیو د فرانسې د رسنیو له خولې لیکلي دي، چې سیف الاسلام قذافي اوس مهال په لېبیا کې دی.
د سیف الاسلام مدافع وکیل کریم خان ویلي دي، چې نوموړی په لېبیا کې د طبرق حکومت د عمومي بښنې د قانون پر اساس د اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه خوشي شوی دی.
سیف الاسلام قذاقي د خپل پلار له وژل کېدو څخه څو ورځې وروسته د ۲۰۱۰ میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰ مه نېټه په سیرته ښار کې نیول شوی وو.
محکمې نوموړی د لاریونونو د ځپلو، د لاریون کوونکو د وژنې، دولتي مالونو ته د زیان رسولو او د کلیو او ښارونو د محاصره کولو په تورونو د اعدام پر سزا محکوم کړی وو.
د جزا نړیوالې محکمې هم په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سیف الاسلام قذافي د نیولو امر کړی وو.
مګر د سیف الاسلام قذافي مدافع وکیل وايي، چې نوموړی د جزا نړیواله محکمه نشي محاکمه کولی، ځکه قذافي یو ځل په خپل هېواد کې محاکمه شوی دی.
د یادولو ده، چې معمر القذافي په سرټ کې د سخت جنګ پر مهال د لېبیا د انتقالي شورا د جنګیالیو له خوا وژل شوی وو.


















