طالبان: دبدخشان په ولایت کې داعش وجود نلري

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۹/ عبدالهاد همت

نن دولسي جرګې د غړیو او رئیس لخوا خبر ورکړل شوچې د بدخشان ولایت د وردوج  ولسوالۍ په خستک دره کې چې ډیره مهمه او ستراتیژیکه سیمه ده هلته د داعشیانو له لوري د طالبانو سپین بیرغ لري شوی اوپر ځايې داعش خپل تور بیرغ درولی  دی

دولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهمي هم رسنیوته ویلي دي چې په بدخشان ولایت کې د داعش موجودیت زموږ لپاره د اندېښنې وړ دی اوله حکومته يې غوښتنه وکړه چې د داعش په ضد باید عملیات ترسره کړي

 د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد داراپورنه ردکړل چې په بدخشان کې د داعش وسلوالو د طالبانو سپین بیرغ لري کړی دي اوپرځای يې داعش خپل بیرغ درولی دي د طالبانو ویاند زیاتوي دبدخشان ولایت په ګڼوسیمو سربیره چې دامارت دمجاهدینو تر تسلط لاندې دي د وردوج ولسوالۍ خستک دره هم مکمله د مجاهدینو په لاس کې ده او په یاده سیمه کې بې له طالبانو بل څوک نشته همداراز طالب ویاند وايي چې موږ به هیچ چاته اجازه ورنکړو چې د سیمي امنیت خراب کړې او خلکو ته ستونزې ایجاد کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button