ناټو د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱۹/عبدالهادي همت
د ناټوغړوهیوادنو پریکړه وکړه چې تر ۲۰۲۰ م کال پوري به د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ کوي
دا پریکړه نن د پولینډ په پلازمینه وارسا کې د ناټو ۲۸ غړیو ۱۴ متحدو هیوادونو وکړه
د ناټو د سرمشریزي د ننۍ ۲یمې ورځې د غونډې یوه برخه د افغانستان لپاره ځانګړې شوې وه چې ولسمشر اشرف غني او اجراییه ریس عبدالله عبدالله هم ګډون پکې کړی و.
له غونډې وروسته د ناټو سرمنشي جینس سټولنبرګ خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې افغانستان د پرمختګ په حال کې دی او دا پرمختګ باید دوامداره واوسي.
نوموړي همداراز وویل چې سوله او ملي پخلاینه باید له لومړيتوبو نو څخه وي.
سټولنبرګ زیاته کړه چي افغانستان اوس هم د ناامنیو او تاو تریخوالي له جدي ګواښو سره مخ دی او دوی پریکړه کړې چې د افغان ځواکونو د روزني ماموریت ته به ادامه ورکوي
د سټولنبرګ په وینا دا ماموریت به د افغان ځواکونو د روزني همکاري او مشوري ورکولو ته ادامه ورکوي
د ناتو سرمنشي وویل چې د امریکا سربیره المان، ایټالیا او ترکیې هم ژمنه کړې چې په افغانستان کې به خپل سرتیري پریږدي
دغه راز نن د ناټو غړیو هیوادونو ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰ پوري به دد افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ادامه ورکوي
ددې ژمنې له مخې به هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره د ناټو غړیو او متحدو هیوادونو له خوا پنځه ملیارده ډالره مرسته کیږي



