ننګرهار کې ۱۴ داعشیان وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت امنیتي مسئولین وايي، چې په دغه ولایت کې د داعش نومي ډلې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقيوال وايي، چې تېره ورځ د کوټ ولسوالۍ په لاغر جوی سیمه کې امنیتي ځواکونو د داعش ډلې پر پټنځایونو باندې بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې ۷ وسله وال ووژل شول، او دوه نور یې ټپیان شول.
همدا راز تېره ورځ د اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکو د اعش ډلې وسله وال په نښه کړل، چې ۵ داعشیان پکې ووژل شول.
مشرقیوال زیاتوي، چې په دغو حملو کې ملکي وګړو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.
د یادولو ده، داعش ډله دا مهال د افغانستان د ننګرهار ولایت په محدودو سیمو کې قرار لري، په نورو ولایتونو کې هېڅ حضور او فعالیت نه لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button