امیرالمؤمنین ته!\طالب جان

کابل ټکی کام ۲۰چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: طالب جان

ګلابونه او غاټول ور سره ښکاري
د دې کلي ښکلي ټول ور سره ښکاري
په سپوږمۍ پسې خدای بله سپوږمۍ را کړه
د صفا صوفیانو شپول ور سره ښکاري
یو فقیر ابن الفقیر یې څنګ کې بل دی
بل ملنګ لکه بهلول ور سره ښکاري
د امت مرحومه مشره هغه خلک
چې پوره دي ستا په تول ور سره ښکاري
ستا په عشق پسې یې کډه ده اخیستې
ستا د لوړ عزم کچکول ور سره ښکاري
ستا له صف نه چې ګوښه دي طالب جانه
ټول په ځان باندې را ټول ور سره ښکاري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button