کابل ټکی کام ۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د دایکندي ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند په محمد خېلو سیمه کې طالبانو پر دولتي مرکزونو بریدونه کړي دي، ۴ مرکزونه یې نیولي، او پر یوه بل مرکز جګړه لا هم روانه ده.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې دعوه کړې ده، چې تراوسه پورې یې ۴ مرکزونه نیولي دي، او مهم اربکیان (ټاټا، عبدل او علي محمد) یې وژلي دی، چې د جګړې په ډګر یې جسدونه پراته دي.
خبرپاڼه وایي، له تښتېدلو اربکیانو څخه پاتې، ګڼې وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.
طالبان وایي، د دغو ۴ مرکزونو له نیولو وروسته یې پر یوه بل مرکز جګړه روانه کړې ده، چې تراوسه پورې یې په اړه معلومات نشته.
لا تر دا مهال پورې افغان دولتي رسنیو د دغې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
















