کابل ټکی کام ۱۳۹۵چنګاښ ۲۶ عبدالهادي همت
د خبري رسنیو دخبر له مخې ۸ تنه کودتاچیان د سکورسکي ډوله جنګي چورلکې سره یونان ته تښتیدلي دي.
د کودتاچیانو چورلکه د یونان دیده اغاچ په سیمه کې ښکته شوې ده .
ترکي چارواکو ويلي دي د فتح الله ګولن ترهګر سازمان ۸ تنه غړي او د تیرې شپې د ناکامې کودتا اصلي فاعلین د کودتا د ناکامیدو نه وروسته نن له غرمې مخکې د یوې چورلکې سره یو ځای یونان ته تښتیدلي دي.
چارواکو ويلي دي چي کودتاچیانویوناني چارواکوته ويلي وچې په چورلکه کې تخنیکي ستونزې لري په همدې بهانه يې په سیمه کې هلکوپترناسته کړې وه د یونان لخوا د ناستي اجازه ورته ورکړل شوې ده .
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې کودتاچیانو د یونان د حکومت نه د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.
په الوتکه کې جمعآ ۸ تنه شتون لري چې ویل کیږي ۶ تنو د پولیسو او دوو تنو د عسکرو جامې په تن وې.
د یونان حکومت لا تر اوسه پورې د مسئلې په اړه رسمي څرګندونې ندي کړي.
















