ډیر سرگرم وو، ډیرې هڅې یې وکړې، هرڅه ته یې لاسونه واچول، یو خوا بل خوا یې ډیرې منډې ترړلې وکړې، شوګیرې یې تېرې کړې، ډېرې شپې یې رڼې کړې، او ډېرې غړکې یې وشاربلې چې یو څه کوچ ترې وباسي، خو گومان کوم گردې نشوې، بعضې وشکېدلې، بعضې له خرکه رابېلې شولې او ځینې یې ډېرې گرمې کړې وې، جوش اوبه یې ور اچولې وې، سره ولاړې ـ موږ او تاسو خو ټول پښـــــــــــتانه یو مالداري لرو، غړک چې ګډه وډه شې نه ګردیږي، کوچ نکا.
بالآخره له کومو غواگانو چې دوی غړکې شاربلې، بازې وتښوې پی یې راپرې نښوې، بازې په تیو گوډې شوې، او د ځینو خوسندران مړه شول، په ډډي سمې ونه درېدلې. شنه هم په ودریدل ځکه چا چې زراعت کړی، کروندې کا، هغوی په ډېر زحمت او ډېر مصرف خپل کښت سرته رسوي. ډېر ځله کښت ګرو د پارمي غواگانو والا سره قرار دادونه کړي، خو بې نتیجې شوي.
پارمي غواگانې دي؛ یا خو بلاربیږي نه، چې کله کومه دانه بلاربه شي، نو یاد مشکلات ورپیښ شي.
څو ځله قراردادونه ورسره وشول، ناکام شول، هغوی هم د دې کار پس منظر بې خونده او بې نتیجې ویني، ډېر په احتیاط قدم اخلي، د هرچا په لاپو اوس زر نه غولیږي، خپل مصارف داسي ځای لګوي چې د دوی خپلې منافع هلته خوندي وي.
وطني غواگانې ښې وي، شیدې کمي کا، خو تر ډیرو یې کا، شیر تر شیره وي، له افتونو څخه خلاصي وي.
مګر دغه شان غواګانې د ولسي خلکو سره وي، د ولس وګړي په خپلو غرونو او رغونو کې د باران په اوبو په راشنه شوې ګیاه او په ورشو گوزاره کا، باران ته یې سترګې وې، لږ خوري تل خوري، خپل خوري پاک خوري، د خپل کار سره یې کار وې، خپل کار یې په مخ اخستی وي، خپلې غړکې شاربې، خپل کوچ ترې باسي، له خپله خدایه یې غواړي او په خپل خدای ناز کا.د خارجي قراردادیانو سره ډیر وران دي، وایي دا مو مالداري را خرابوي، پارمې ستنې ور لګوي، هرڅه پارمي کوي، د هرشي اصلي خوند او رنگ خرابوي، ظاهري زینت وربرابروي، خو په واقعه کې یې خوړوسکي لگیږي، موږ داکار په هیڅ صورت نکوو.
له همدې کبله دوی په خپلو غرونو کې اوسیږي او هلته د باران په اوبو گوزاره کا. د ښار د رونق په شوق د خپل اصلي رنگ او خوند څخه نه اوړي او د خپلو پلرونو په پیشنۍ ورپاتې قيصه ښه ټینگ ولاړ دي.
د لېوانو له داړلو او څیرلو څخه د خپلو رمو د ساتنې ښې طریقي لري، د خپلو پلرونو څخه ورپاتې خودپالې او خودکاره طریقې! کوم لېوه چې په رمه وربرگ، او ور ګډ شي په هغه سات یې مزغی ورماتوي، او داسې درس ورکوي چې بیا د رمې شاوخوا د گرځېدلو راګرځېدلو تصور هم ونکړي او د دویم ځل دپاره دغه چانس بیا په لاس ورنشي.
دا رمه ډیره پیشنۍ ده، ډیرو شپنو څرولې، پاللې او تر بل شپانه یې رارسولې او ساتلې ده. د ډیرو لېوانو، شرمخانو له حملو سره مخ شوې، خو هر وخت شپنو ساتلې، هر شپانه په خپل وارسره د سرونو په قربانولو په ډېره مېړانه ساتلې ده او چاته یې نده پریښې.
زموژ د کلي اوسنی شپه چې ډیر ساده، خو په خپل رنگ رنگینه و، دا رمه یې له بلا ډیرو مشکلاتو را وایستله ډیر غیرتي انسان و، ټول کلیوال ورسره ملگري و، د ډېرو مشکلاتو باوجود یې په تش نس په وچه گوله “خو هغه هم خپله” چې د چینو په اوبو پسي به یې خوړله، د ډیر نازک پړاو څخه را و ایستله له ډیرو لیوانو، شرمخانو او د ځنگل له ډیرو ځناورو یې وساتله. په خپل لاس یې سایه ورته جوړه کړه او تر سایې لاندې یې راپنډه کړه. او یو بل شپه ته یې، چې له ده سره یې په گډه رمه پووله، د شپنۍ تجربې او طریقې یې ورښودلې، پرېښوده او دی وکوچېد!! او د دې رمې له نورو شپنو سره یو ځای شو او د رمې د خالق لور ته ورغی او هلته دمه، او دېره شو.
امین.
یادونه: په کابل ټکي کام کې خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ادارې د نظر استازیتوب نه شي کولی، د هر لیکوال خپل نظر دی.
تاسو هم کولی شئ، چې په دغه ادرس (kabullnews@gmail.com) سره مونږ ته لیکنې راولېږئ!
















