کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
نن د یکشنبې په ورځ د چنګاښ میاشتې په ۲۷مه نېټه د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلو ترمنځ څلورمه یوه ورځینۍ لوبه ترسره کیږي.
نن به دواړې لوبډلې په ایرلنډ کې د څلورمې لوبې د ترسره کولو لپاره میدان ته ښکته شي.
افغان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو په روانو لوبو کې تراوسه پورې ۱-۱ ګټلې دي.
د روانو لوبو په لړۍ کې لومړۍ لوبه د اورښت له کبله لغوه شوه، دویمه لوبه افغان ملي لوبډلې د ۳۹ منډو په توپير وګټله، درېیمه لوبه ایرلنډ په څلورو وېکټو خپله کړه.
او نن څلورمه لوبه که هرې یوې لوبډلې وګټله، نو سریز ګټلو ته نږدې کیږي.
نننۍ لوبه غرمه ۲:۱۵ بجې پیلیږي، چې پایله به يې د شپې ناوخته اعلان شي.
زمونږ د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي هر یو محمد نبي عیسی خېل او محمد شهزاد لومړني لوبغاړي دي، چې په نړیوالو لوبو کې یې خپلې منډې ۱۵۰۰ ته رسولي دي.
شهزا په ۴۳ لوبو کې څه د پاسه ۱۵۰۰ منډې کړي دي، چې تر ټولو ډېرې منډې یې د زېمبابوې په وړاندې ۱۳۱ ناسوځېدلي منډې دي.
















