کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۲۷ زرغون خوږیاڼی
دافغانستا دملي یووالي ادارې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا له لوی درستیز سره وکتل دهیواد په امنیتي وضعیت اودسولې دټنګښت په اړه يې خبري ورسره وکړې
په هغه اعلاميه کې چې نن د اجرائیه ریاست د دفترلخوا رسنیوته لیږل شوې ده کې ویل شوي چې اجرائیه رئیس دامریکا له لوی درستیز جنرال ډانپورډ سره وکتل دلیدني په مهال په افغانستان کې دقاطع ملاتړ مشر هم موجود و
لوی درستیز دافغان قواو پرمختګونه وستایل او زیاته يې کړه چې امریکا به له افغان امنیتي ځواکونوسره هر راز همکاري کوي
دا لیده کاته په داسي حال کې ترسره شول چې د هیواد په جنوب اوختیځ کې دامریکا هوائي بمبارونو شدت موندلی دښځوا اوماشومانوپه ګډون ګڼ شمیرملکي وګړوته يي مرګ ژوبله اړولي ده
















