نظم / محمد علی عمری ( مسلم باغ )
دسهار اته بجي دي
لمرپاشلې پلوشي دي
راوتلی له خپل کوره
له وهــلو اوله زوره
ورته ګورم په ژړا ده
لـه ادې یــالــه بابا ده
ګوري ګوري هرځل شاته
دخپل کــور دوره وخواته
ورســره دي کتــابونــــه
په ورو ورو اخلي ګامونه
دهـدف خواته روان دی
داهـدف علم عرفان دی
عمــري ورته دعاکړي
دادعـا په بسم الله کړي

















