کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د کندوز قلعه زال ولسوالۍ مرکز کې درنده جګړه روانه ده، طالبان وایي، عسکر، پولیس او اربکیان یې تر کلکې محاصرې لاندې راوستي دي.
تېره ورځ سهار شاوخوا ۵ بجې طالبانو د کندوز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ پر مزکزي ودانۍ او شاوخوا ټولو امنیتي پوستو باندې ځپوونکي بریدونه ترسره کړل، چې دغه ولسوالۍ یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړه.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د ولسوالۍ شاوخوا ټولې پوستې په ټولیزه توګه د دوی لاسته لوېدلي دي، او مقابل لوری د تلفاتو په لیدلو سره مرکز ته تښتېدلی دی.
طالبان ادعا کوي، چې د قلعه زال مرکز ته تښتېدلي دولتي پوځيان د دوی تر کلکې محاصرې لاندې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د دغې جګړې په لړ کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون، د استخباراتو ۳ تنه کارکوونکي، ۳ تنه اربکیان او ۸ تنه عسکر او پولیس وژل شوي دي او ۲۱ نور سخت ټپیان دي.
دا په داسې حال کې چې نن دولتي چارواکو د رسنیو له لارې دعوه وکړه، چې پر قلعه زال ولسوالۍ د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي.
نور جزیات وروسته…