کابل ټکی کام ۲۹چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ په مساوي توګه پای ته ورسېده، نن د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ پنځمه وروستۍ لوبه وه، چې ایرلنډ خپله کړه.
دغه لوبې چې د ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې وشوې، لومړی لوبه د اورښت له کبله لغوه شوه، دویمه لوبه افغانستان وګټله، په درېیمه کې ایرلنډ بریا خپله کړه، څلورمه هم ملي لوبډلې وګټله او نننۍ پنځمه لوبه ایرلنډ وګټله.
ملي لوبډلې پچه وګټله، او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
ایرلنډ ۲۶۵ منډې وکړې، او افغانستان ته یې ۲۶۶ منډې هدف وټاکو.
د ملي لوبډلې له لورې لومړی اور یامین احمدزي وکړ، او په صفر منډو تمام شو.
ایرلنډ خپله لومړۍ وېکټ هغه مهال له لاسه ورکړه، چې ۲۷ منډې یې کړې وې، او د ایرلنډ لومړی لوبغاړی (ویلی پوټرفیلډ) د میرویس اشرف له خوا وسوځول شو.
د ایرلنډ له لوبغاړو څخه اېډ جواېس تر ۱۵۰ ډېرې منډې وکړې، او نا سوځېدلی پاتې شو.
د ملي لوبډلې اوپنر شهزاد محمدي عیسی خېل په ۷ منډو وسوځېدو، او دویم لوبغاړی جاوید احمدي هغه مهال وسوځېدو چې ملي لوبډلې ۱۳ منډې وکړې.
نجیب ځدران چې پنځوسیزه ووهله، راشد ارمان ۴۱ منډې وکړې د ملي لوبډلې د منډو په لوړوالي کې یې ښه مرسته وکړه.
همدا راز دولت ځدران هم د لوبې په پای کې ښه لوبه وکړه، چې دوه یې شپږیزې او درې یې څلوریزې ووهلې.
افغانستان د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې، او لوبه یې له لاسه ورکړه.
دا لوبه که افغانستان ګټلې وای، نو درې پر یو سریز به یې خپل کړی وو، او اوس چې ایرلنډ وګټله، نو له افغانستان سره یې سریز مساوي شو، خو یوازې په امتیازاتو کې ملي لوبډله ګټونکې ده.


















