کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمري۱ انصار
دپاکستان د صدراعظم سلاکار وزير سرتاج عزيزپه اسلام آبادکې يوې خبرې غونډې ته ويلي چې په درې اونيوکې ېې دسولې په اړه مذاکراتوته دطالبانو دراوستلو هڅې پيل کړيدي.
عزيزمطبوعاتي غونډې ته په خپله ويناکې وويل:
موږ که څه هم دافغان دولت او طالبانوترمنځ مذاکراتوپه تيروپنځوڅلوراخيزو غونډوکې کومه په زړه پورې نتيجه لاس ته نده راوړې خوبياهم خپلوهلوځلوته دوام ورکوو ترڅوپه افغانستان کې جګړې پاي ته ورسيږي.
افغان چاراکواو په ځانګړي توګه ولسمشر محمد اشرف غني په مطبوعاتي غونډوکې دسولې په اړه دپاکستان په هلوځلو په وار وار بې باروي ښودلې ده خو بياهم افغان ولس غواړي پاکستان وي او که بل کوم خيرغوښتونکى هيواد چې دسولې په اړه داخلاص قدم پورته کړي هرکلې ېې کوي.
سرتاج عزيزپه خپله ويناکې مذاکراتوته دطالبانو دراوستلوکومه ژمنه نده کړي خو ويلي ېې دي چې په درې اونيوکې يې مذاکراتوته طالبانودراوستلو هلې ځلې پيل کړيدي او خپلو هڅوته به دوام ورکوو.
دا اوس نده څرګنده چې دافغان چارواکودبيا باور راوستلو وروسته به طالبان دسولې مذاکراتوته حاضرشي او که نه


















