عزیر اسدخیل
یو سړی راغی. وېل د پاچا د اکا زوی يم. پاچا نور نا توانه دی. دا وطن زه جوړوم او ژر يې جوړوم. خلکو يې هر کلی وکړ. هغه رښتيا هم “ستا” د اکا زوی و، د دې وطن د چور کولو او عیاشۍ کولو سره يې لېونۍ مينه لرله. خلکو “سردارِ دېوانه” باله. پاچاهي د “لېونيو” کار نه و، خو دې “لېوني” د “لېونيو” د سمولو پر ځای د ملت اصیل بچیان په پنجرو کې بند کړل، اخر “لېونو سپو” وخوړ. :’
بل راغی. د کور، کالي، ډوډۍ نارې يې وهلې. لوړ لوړ به غږېده. د خدای په کارونو کې يې ګوتې وهلې. د دې وطن ټول برجسته سړي يې ژوندي تر خاورو لاندې کړل، وطن د وږو تږو په لاس ورغلو. کالي يې ځنې ووېستل او کورونو ته یې اور واچاوه. خو بالآخره د خپل وفادار شاګرد امین په لاس د یوه بالښت په واسطه چې په خوله یې ورته کیښود آخرت ته ولیږل شو.
بل راغی. ځان يې “امين” باله. ویل یې د دې وطن “محافظ” يم. خو خلک ترهېدلي و، لکه ترهېدلې غرڅې چې اخوا دېخوا منډې وهي. هغه عجیبه لوبه وکړه. ویل یې زه تاسې ټول وژنم. نور مې نه ياست پکار، يواځې 10 مليونه پاتې شئ. يواځې هغوی چې زمونږ پلويان وي. دې ناځوانه په خپلو خلکو کبر وکړ. د دې وطن خړ پړ خو مېړني ملت څادر ته يې په سپکه وکتل. بالاخره يوې شوروۍ زهر ورکړل. مړی يې په دهلېز کې کش کړ. لرې يې په تېګو کې واچاوه او يوه ازبک شوروي قومندان اور ورته کړ. هو! خپل عمل د لارې مل وي.
بل راغی. له سرو بلاوو سره مل و، نوم یې “کارمل” و. خبرې نه، رمباړې به يې وهلې. د سرو روسانو په بدرګه هیواد ته راننوت، هېڅ يې دې وطن ته نه پاته کېدل نه قواره نه حرکات او سکنات نه عقیده نه فکر او نه نور. ټول وطن يې د مظلومو هیوادوالو په وینو تک سور کړ. له کورونو لوګي پورته شول. خلکو منډې کړې هجرت یې وکړ، ګاونډي ته یې پناه یوړه د ګاونډیتوب په هیله او تمه.
بل راغی. خلکو “غويی” باله. خو ده وېل زه “سړی” يم. سړی شوی يم، ستړی شوی یم. نور جنګ نه کوم. نور مو پليګون کې نه ښخوم. په توره شپه مو له کوره نه باسم……. خو هغه ډېر ناوخته سړی شوی و، ډېر ناوخته. هيچا باور پرې ونکړ، هيچا يې خبرو ته غوږ کېنښود، هيچچچا…. بالآخره په همغه ځای کې چې خلکو ته به دا نارې سورې وهلې په په دار وځړول شو. په دنیا هم حقیر او محقور شو او آخرت یې هم ګندګۍ ډک شو.
وطن اور اخيستی و. تک تور شوی و. هيڅ رڼا نه ښکارېده. سرې بلاوې وتلې وې. له ګاونډي هیواده زمريانو(!) رامنډه کړه، خو دوی زمريان نه و پاتې، لېوان ځنې جوړ شوي و. مونږ يې هم وخوړو، خپلو کې يې هم خوړل کول. کابل د وحشي ځناورو لاس ته ورغی. عجيب ځناور و، بيخي عجيب….
اسمان ته مو سترګې نيولې وې. يواځې د اسمان د رحم په تمه و. نور هيڅوک د باور وړ نه و. خلکو نارې کړې، “طالبان راغلل، طالبان…”.
د ټولو په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې. مور مې وېل “طالبان” ښه خلک دي. عاجزه، خاکساره او نرم زړي. په چا ظلم نه کوي، په نيمه ډوډۍ هم وخت تېروي. که وږي وي هم، ټپې وايي. تر نيمې شپې يې شمعې بلې وي. دوی د رڼا لارويان دي. دوی مسافر دي…..
خو همغه په نوم مجاهدین چې له جهاد نه یې انحراف کړی و او زمريان نه و پاتې، لېوان ځنې جوړ شوي و. مونږ يې هم وخوړو، خپلو کې يې هم خوړل کول. له امریکایانو او د هغوی له ګوډاګیانو سره لاس یو کړ، د امریکایی کروز توغندیو او بی ۵۲ الوتکو په بدرګه یو ځل بیا کابل ته ننوتل، هم یې طالبان وخوړل او هم یې خپل مظلوم او بیچاره هیوادوال وخوړل او یو ځل بیا کابل د وحشي ځناورو لاس ته ورغی. عجيب ځناور و، بيخي عجيب….
بیا غږ شو چې یو ځل بیا طالبان راغلل، او هغو ته چې اوس زمریان نه و پاتې او ورسره په څنګ کې هغو ته چې لیونی سپی ورنه جوړ شوی و او په څنګ یې هغو بادرانو ته چې د توپ، ټانک او طیارو په زور دغه هیواد ته په ډیر کبر او غرور ننوتی و، طالبانو داسې تاریخ جوړوونکی ګذارونه ورکړل چې د تاریخ په څپو کې به ځلیږي.
د پخوانیو زمریانو او اوسنیو ګیدړانو سره اوس ټوله غربي نړۍ په څنګ کې ولاړه ده، هم خواړه ورکوي، هم کالي ورکوي هم وسلې ورکوي او هم د تازي سپی په شان تربیه ټریننګ او روزنه ورکوي، او هم یې په توپ، ټانګ، او الوتکو په بدرګه د طالب په مقابل کې جنګ او جګړې ته سوق کوي. خو بیا یې هم پښې لړزیږي او د ټینګې نه دي، ځکه چې دا د حق او باطل مقابله ده.
هغه ورځ ډیره نږدې ده چې چیغې شي نارې شي چی:
طالبان راغلل!!!
د ټولو په سترګو کې به یو ځل بیا اوښکې ډنډ شې. خلک به وايی “طالبان” ښه خلک دي. عاجزه، خاکساره او نرم زړي. په چا ظلم نه کوي، په نيمه ډوډۍ هم وخت تېروي. که وږي وي هم، مطمئن ښکاري. تر نيمې شپې يې شمعې بلې وي. دوی د رڼا لارويان دي. دوی مسافر دي…..
هو طالبان راغلل!!!


















