کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په روانه اونۍ کې ۳۳۴ تنه افغان کډوال، چې د پاکستان په بندخونو کې بنديان وو، تر ازادېدو وروسته د تورخم فرضي کرښې او سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شول.
د تورخم او سپین بولدک د لېږد امریتونو د مسوولینو پر خبره، ۲۲۹ تنه د تورخم فرضي کرښې او ۱۰۵ تنه د سپین بولدک له لارې راستانه شوي دي. دغه کسان د استوګنیزو سندونو د ځینو ستونزو له امله نیول شوي وو او له دریو ورځو تر دریو میاشتو پورې بندیان پاتې شوي وو، چې تر ثبت او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.


















