بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۴ل)
له بدخشان ولایت ورکړل شوي راپورونه وایي، چې په بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې پنځه کسان مړه شوي دي.
په بدخشان کې د اسلامي امارت امنیه قوماندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د “ارغنج‌خواه” ولسوالۍ او فیض‌اباد ښار ترمنځ پر لاره د یو فلانکوچ ډوله موټر د اوښتلو له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.
قوماندانۍ دغه راز ویلي، چې د بدخشان د “شهر بزرګ” ولسوالۍ پر لاره په یوه بله ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړ شوي او څلور نور ژوبل دي.
په افغانستان کې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تېز رفتار، د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول او د سړکونو خرابوالی د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.
د بدخشان امنیه قوماندانۍ دغه راز زیاته کړې چې پرون د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې دوه تنه د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button