ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د الجزیرې د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د جرمني له ولسمشر “فرانک والټر اشتاین‌مایر” سره په ټلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې جګړه به یوازې سیمه‌ییزې اغېزې ونه لري، بلکې اروپا ته به هم وغځېږي او هغه به کمزورې کړي.

اردوغان ویلي، که څه هم جګړه په سیمه کې پیل شوې، خو اغېزې یې تر اروپا رسېږي او کولای شي د دې وچې امنیتي او اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي. نوموړي ټینګار کړی چې د روان بحران د کنټرول یوازینۍ لار سوله‌ییز حل دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، اردوغان په دې خبرو کې څرګنده کړې چې که وضعیت د ډیپلوماسۍ له لارې مدیریت نه شي، د جګړې زیانونه به لا پراخ او جدي شي.

مربوطه مطالب

Back to top button