بقایي: له امریکا سره اسلام‌آباد کې مستقیمه لیدنه نه ده پلان شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د ایران او امریکا پلاوي به په اسلام‌اباد کې مخامخ خبرې وکړي.

بقایي پر خپله اېکس (پخوانی ټویټر) پاڼه لیکلي چې ایراني پلاوی به یوازې له پاکستاني چارواکو سره د روانو سیاسي هڅو او د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي او د تهران او واشنګټن ترمنځ کومه مستقیمه کتنه نه ده پلان شوې.

هغه زیاته کړې چې د ایران پیغام به د پاکستان له لارې امریکا ته ولېږدول شي.

په همدې حال کې ایراني پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر “سید عباس عراقچي” په مشرۍ اسلام‌اباد ته رسېدلی او له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره یې لیدنه کړې ده.

بل لور ته د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي چې د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او جېرډ کوشنر به هم نن اسلام‌اباد ته سفر وکړي، څو له ایراني پلاوي سره مستقیمې خبرې وکړي.

تر اوسه د دواړو لورو د څرګندونو ترمنځ دا اختلاف د احتمالي خبرو اترو د څرنګوالي په اړه لا هم ابهام رامنځته کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button