هلمند: په نادعلي کې طالبانو ته ۴۶ تنه عسکر تسلیم یو ماموریت یو پوځي پنډغالی او ۳ پوستې یې نیولي دي.

کابل ټکی کام: ۱۳۹۵ل، زمری ۱۱مه بصیراحمد پاڅون
طالبانو په نن سهار وختي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ اړوند د ورډنګ چارراهي په سیمه کې په ۲ سرایونوکې محاصره د اردو ۲۶ تنه عسکر او ۲۰ تنه پولیس له کلکي محاصرې وروسته تیر ماښام داسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول او خپلې ټولې وسلې او پوځي توکې یې طالبانو ته سپارلي دي.
طالبان وایي: دجګړې په مهال دزرغون کلي ماموریت د بیلرانو د پله یو ماموریت او یوه مهمه قرارګاه او ۳ پوستې د پراخو سیمو په شمول په ټولیزه توګه فتح شوي او طالب مجاهدین د ولسوالي د مرکز په لوري پرمختګ کوي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي چې په اړونده سیمه کې په شدت سره جګړه دوام لري هڅه کوي چې سیمې ته تازه نفس سرتیري ولیږي. طالبان وایي سیمې ته په ټولو لارو یې کلک دفاعي کمینونه نیولي.
طالبان د تسلیم شویو عسکرو او پولیسو د ویډیووي انځورونو خبره هم کوي او وایي چې هڅه کوي ویډیو یې ډیره ژر خپره کړي.
د هلمند زیاتره ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي د ځینو ولسوالیو یوازې مرکزونه د یو کیلو متر په واټن ساحه د دولت په کنترول کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button