داعش ډلې روسیې ته د حملو ګواښ کړی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۱) زرغون خوږیاڼي

د داعش ډلې پرون په يوه ويډيويي پيغام کې پر خپلو وسله والو غږ کړى، چې روسيه کې بريدونه وکړي.

دغه ویډيو چې پر یوټیوب خپره شوې ۹ دقیقې دوام کوي.

په ويډيو کې د داعش يو کس په تونده لهجه د روسیې ولسمشر مخاطبوي او وايي ((پوتينه واوره، موږ به روسيې ته درځو او ستاسو په کورونو کې به تاسې وژنو)).

 په ويډيو کې وسله وال کسان ښکاري چې پر زغروالو موټرو او خيمو حملې کوي او وروسته وسلې غنيمت کوي.

 دا ويډيو په داسې حال کې خپرېږي، چې روسيه او د امريکا متحده ايالات، په سوريه کې د داعش او القاعده جنګياليو پر ضد د مبارزې لپاره په خپلو کې د استخباراتي او پوځي همکارۍ پر زياتولو په خبرو بوخت دي.

بلخوا روسیی چارواکي شک کوي، چې د امریکا او اروپا په مرسته به داعش په روسیه کې یوه مذهبي جګړه پیل کړي او له دې لارې به ځانونه خپل هدف ته ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button