لیکوال : م نجم الرحمن (فضلي)
په مظاهر حق کې داسې ليکل شوي :
په پورتني حديث کې د يوې بلې فتنې لوري ته اشاره شوې، د هغې صورت دا دى چې يو شمير قبائل لکه غطفان، بني سليم او وغيره د زکوة له ورکولو څخه انکار وکړ، او په همدې ډول هغوى د اسلام له يوې مهمې او بنيادي فريضې څخه انکار وکړ، ښکاره ده چې دا هم کومه معمولي شانته خبره نه ده، په کومه فريضه باندې عمل نکول دا يوه بله خبر ده، مګر له دې فريضې څخه بيخي انکار کول يوه بله معنى لري، همدا لامل دى چې د منکرين زکوة په باره کې د کفر لفظ په حقيقي معنى کې استعمال کړى شوى دى، ځکه چې د زکوة فرضيت قطعي دى او د زکوة له فرضيت څخه انکار کفر دى، يا دا چې همداسې خلکو ته کافر له دې امله ويل شوي چې هغوى د زکوة له ورکولو څخه انکار وکړ، لهذا د هغوى په همدغه سخت جرم باندې د تغليظ او تشدد په ډول د کفر اطلاق شوى دى.
بهر حال که هره معنى واخيستل شي د هغوى جرم دومره سخت وه چې حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه له هغوى سره د جنګ کولو اراده وکړه، هر کله چې حضرت عمر رضي الله عنه دا حال وليد نو د خلکو د ظاهري حال مطابق چې په ظاهره خو دا خلک ځانونه مسلمان ګڼي نو د حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه په همدې پريکړه يې اعتراض وکړ، مګر کله چې حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه هغه ته حقيقت حال بيان کړ نو نه يوازې دا چې هغه هم د حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه د پريکړې ملګرى شو، بلکې کامل يقين يې هم راغى چې حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه کومه پريکړه د ايماني فراست او تدبر له مخې کړې هغه بالکل صحي ده.
په يو شمير روايتونو کې منقول دي چې نورو صحابه کرامو رضي الله عنهم هم حتى چې حضرت علي رضي الله عنه هم حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه د جنګ له کولو څخه منع کړى وه او ورته ويلي وه چې دا د خلافت ابتدائي دور دى، مخالفت ډير زيات دى، داسې ونشي چې فتنه او فساد سر را پورته کړي او اسلام ته کوم نقصان ونه رسيږي، له همدې امله په همدغه معامله کې اوس توقف کول پکار دي، مګر حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه په ډير جرئت او بهادري سره هغوى ته ځواب ورکړ چې که چيرته په همدغه معامله کې ټول خلک يوه لوري ته شي او زه يوازې پاتې شم نو بيا به هم له خپلې پريکړې څخه تير نشم، د ديني شعائرو د ساتنې او د اسلام د نظرياتو او اعمالو د تحفظ لپاره چې ما کوم قدم پورته کړى په هغه کې به لغزش رانشي، او زه له ټول قوم سره په يوازې ځان جنګ کوم، له دې څخه د حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه د جرئت، شجاعت او بهادري اندازه ښه لګيدلاى شي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ارشاد کې چې لا اله الا الله ويل شوې، زما له لا اله الا الله څخه مراد پوره د توحيد کلمه يعنې لا اله الا الله محمد رسول الله دى، ځکه چې په دې خبره باندې اجماع او اتفاق دى چې د اسلام قبلولو لپاره يوازې لا اله الا الله ويل معتبر نه دي، بلکې د خداى تعالى ، په وحدانيت باندې له اقرار کولو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت باندې اقرار کول هم ضروري دي.
د )الا بحقه( (پرته د اسلام دحق) مطلب دا دى چې که چيرته په هغوى باندې ديت لازم شي يا بل کوم ډول حق د هغوى په ذمه باندې وي نو د هغه اداء کول په هر صورت کې ضروري دي، همدا رنګه په قصاص او وغيره کې هغوى قتل کيدلاى شي.
)وحسابه علي الله( (د هغوى حساب د الله په ذمه دى) د دې مطلب دا دى چې کوم کس د لا اله الا الله کلمه وايي او خپل ځان په خپله مسلمان ښکاره کوي نو مونږ د هغه د مسلمان کيدو اعلان کوو او له هغه سره جنګ نه کوو، او نه مونږ د هغه د باطن تحقيق او تفتيش کوو، چې آيا هغه په خپل ايمان او اسلام کې مخلص دى او که نه دى؟ بلکې د هغه د باطن حال الله تعالى ، ته سپارو.
)من فرق بين الصلوة والزکوة( (کوم کس چې د لمانځه او زکوة په مينځ کې فرق (توپير) کوي) يعنې د لمانځه په وجوب باندې قائل وي مګر د زکوة له وجوب څخه منکر وي، يا دا چې لمونځ کوي مګر زکوة نه ورکوي.
په اخير کې د حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه دا خبره چې زه د هغوى د انکار له امله له هغوى سره جنګ کوم، نو پورته د کفر په باره کې چې کوم تفصيل بيان کړى شو همدا رنګه په دې قول کې هم تفصيل دا دى چې هغوى د زکوة له وجوب څخه منکر شوي دي، نو زه د هغوى د کفر او د هغوى د ارتداد له امله له هغوى سره جنګ کوم، او که چيرته هغوى د زکوة له وجوب څخه منکر نه وي، بلکې زکوة ورکوي نه نو بيا له هغوى سره زما جنګ د اسلام د شعائرو د ساتنې او د همدغې فتنې د سد باب لپاره دى ([1]).
په هغو خلکو باندې کوم چې زکوة نه ورکوي د کفر اطلاق يا تغليظا دى او يا د زکوة د انکار له امله دى، ځکه چې زکوة د دين له ضرورياتو څخه دى او د دين له ضرورياتو څخه انکار کول کفر دى، يا مراد له دې څخه د نعمت کفران دى، او يا مطلب دا دى چې هغوى کفر ته نږدې ور رسيدلي دي، يا دا چې هغوى له کفر سره مشابهت غوره کړى دى ([2]).
علامه سهارنپوري رحمه الله داسې ويلي چې په اصل حقيقت کې دا خلک باغيان وه، مګر دا چې حقيقي مرتدينو په همدې وخت کې مخالفت شروع کړى وه نو د زکوة نه ورکونکو هم د مخالفت له امله د هفوى په صف کې راغلل نو له همدې امله د ټولو لوري ته د ارتداد نسبت وکړى شو ([3]).
يوه پوښتنه او د هغې ځواب
پوښتنه : هر کله چې د زکوة نه ورکونکو د زکوة نه ورکولو په سلسله کې په دې آيت کريمه سره استدلال کړى وه ) خُذۡ مِنۡ اَمۡوَالِہِمۡ صَدَقَۃً تُطَہِّرُہُمۡ وَ تُزَکِّیۡہِمۡ بِہَا وَ صَلِّ عَلَیۡہِمۡ ؕ اِنَّ صَلٰوتَکَ سَکَنٌ لَّہُمۡ ( ([4]) او تاويل يې دا کړى وو چې چونکه په زکوة باندې پاکوالى او تزکيه مرتب شوې او دا صفتونه له حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته د نورو په ذريعه نه ترلاسه کيږي، لهذا له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته زکوة هم واجب نه دى، نو د همدغه تاويل با وجود حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه له هغوى سره د جنګ کولو پريکړه ولې وکړه او هغوى يې معذور او جاهل ولې ونه ګڼل؟.
ځواب : د همدغې پوښتنې يو ځواب دا دى چې هغوى په خپله قتال را پورته کړى وه، کله چې حضرت ابو بکر صديق رضي الله عنه هغوى د رجوع لپاره را وغوښتل نو هغوى ټينګار کولو، له همدې امله ابو بکر صديق رضي الله عنه له هغوى سره د قتال پريکړه وکړه، دويم ځواب دا دى چې د عمر رضي الله عنه په روايت کې زياتوالى موجود دى، هغه دا دى )امرت ان اقاتل الناس حتي يقولوا لا اله الا الله وان محمد رسول الله ويقيموا الصلوة ويؤتوا الزکوة( دا چې په همدې روايت کې په ترک صلوة او زکوة باندې هم قتال دى، نو له همدې امله ابوبکر صديق رضي الله عنه د جنګ پريکړه وکړه، همدا رنګه د حضرت ابو هريرة رضي الله عنه په روايت کې زياتوالى دى )حتى يشهدوا ان لا اله الا الله ويؤمنوا بي وبما حيث به( په دې روايت کې ټول شريعت شامل شوى دى، د کوم چې غوښتنه دا ده چې که له )ما جاء به النبي صلی الله علیه وسلم ( څخه يو چا انکار وکړ او له پوهولو او خبرولو با وجود را ونه ګرځيد او قتال يې قايم کړ نو له هغه سره مقابله کول واجب دي ([5]).
ملا علي قاري رحمه الله په مرقات کې داسې فرمايلي چې د شوافعو په دې حديث سره دا استدلال چې تارک صلوة دې ووژلى شي صحي نه دى، ځکه چې دلته د هغو خلکو د قتال ذکر دى کوم چې د اسلام له ارکانو څخه د يوه رکن يعنې زکوة په اجتماعي ډول باندې په ترک کولو سره د شعائر اسلام ترک کونکي وګڼل شي او په همدې صورت کې بالاتفاق له هغوى سره قتال واجب دى، حتى چې له احنافو څخه امام محمد رحمه الله د آذان له پريښودونکو سره هم قتال روا ګڼلى، کله چې دلته د لمانځه ترک شخصي عمل دى هغه د شعائر اسلام ترک نه شميرل کيږي، د شعار اسلام ترک هلته شميرل کيږي کله چې د هغه ترک اجتماعي وي او پوره قوم يې ترک کړي، لهذا همدغه قياس قياس مع الفارق دى ([6]).
([1]) مظاهر حق جديد، ج : ٢، ص : ١٨٣ – ١٨٤.
([2]) المرقاة، ج : ٤، ص : ١٣٧، الطيبي، ج : ٤، ص : ٢٤.
([3]) بذل المجهود، ج : ٨، ص : ٧.
([5]) عمدة القاري، ج : ٨ ص : ٢٤٥، قبل باب البيعة علي ايتاء الزکوة.
([6]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١٥٩ – ١٦٠، بحواله : المرقاة، ج : ٤، ص : ١٣٦.

















