( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼي
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي: د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یې په ۳۳ ولایتونو کې جنګ روان دی، چې په ځینو ولایتونو کې زیات او په ځینو بیا یو څه کم دی.
د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر په کندز کې د سه شنبې په ورځ وویل، چې نړیوالو ترهګرو دغه جنګ د پاکستان د استخباراتو په مرسته پر افغانانو تپلې ده.
ښاغلی اتمر، د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر او بهرنیو ځواکونو له جنرال نیکلسن سره د امنیتي حالاتو د ارزولو لپاره کندز ته تللی و، طالبانو تېر کال د کندز ښار د څو ورځو لپاره ونیوه.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ رسنیو ته وویل: ” د ۳۴ ولایتونو له ډلې يې په ۳۳ کې جنګ روان دی، هغه ولایت چې نا امني په کې نشته، پنجشیر دی. افغان امنیتي ځواکونه د هر ولایت جنګي تهدید ته په کتو په هغه ولایت کې خپل ورځني نظامي عملیات کوي.”
ښاغلي غورځنګ زیاته کړه په شپږو ولایتونږ ننګرهار، پکتیکا، کندز، هلمند، کندهار او ارزګان کې د ” دښمن ” او جنګ تهدید تر نور ډېر زیات دی او افغان ځواکونه هم په کې ډېر بوخت دي.
نوموړي وویل دا په دې مانا نه ده، چې “له امنیتي پلوه ټول افغانستان له ګواښ سره مخامخ دی، بلکې په هر ولایت کې چې د دښمن کم حرکت هم وي، موږ یې امنیتي تهدید بولو.”
















