په نویو تذکرو کې به هر شخص ته دوه سندونه ورکړل شي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۳) زرغون خوږیاڼی

ویل کیږي، چې اجرائیه ریاست د برېښنايي تذکرو د ویش لپاره یې یوه نوې طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړې ده، چې له مخې به یې د برېښنايي پېژندپاڼو ترڅنګ هر چا ته یوه ضمیمه کتابچه هم ورکول کېږي، چې په پېژندپاڼه کې هویت نه لیکل کېږي، خو په ضمیمه کتابچه کې بیا د اسلام او  افغان کلیمه هم شته.

د حکومت دغې پرېکړې د خلکو او یو شمېر سیاسي ګوندونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې دا طرحه تر اوسه وروستۍ شوې نه ده او پر سر یې د ارګ او اجرائیه ریاست تر منځ سلامشورې روانې دي.

هغه وویل:اجرائیه ریاست امیدواره دی، چې ولسمشر هم دا طرحه ومني او موږ وکولای شو، چې د برېښنايي تذکرو د ویش په برخه کې عملي ګامونه پورته کړو.

د برښنايي تذکرو د ویشلو چارې وروسته له هغې له خنډ سره مخ شوې، چې په دې تذکرو کې د دین او ملت د نومونو په نه ذکر کولو ناندرې راپورته شوې او د یو لړ لاریونونو سبب وګرځیدلې.

افغانانو په دې تذکرو کې په څرګند ډول د افغان او اسلام کلمې لیکلو غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د افغان ملي غورځنګ او د افغانستان ملي تحریک سیاسي ګوندونو حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلیمه ونه لیکل شي، د ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.

د افغان ملي غورځنګ له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر ټيم د خپلو ټولو کړو ژمنو خلاف غواړي د تابعيت په تذکرو يا برېښنايي پيژندپاڼو کې د افغاني هويت له څرګندولو ډډه وکړي او په دې توګه د اساسي قانون ۴ ماده تر پښو لاندې کړي. خبر پاڼه لیکي، په نوو برېښنايي پېژندپاڼو کې چې د کارت په بڼه دي، د ملي هويت له څرګندولو او د افغانيت له ذکر څخه ډډه کېږي او د حکومت مشران غواړي، چې د حکومت په څېر تذکرې هم پخپلو کې سره ووېشي، چې کتابچه به يې د ولسمشر اشرف غني تذکره وي او کارت به د ډاکتر عبدالله وي.

افغان ملي غورځنګ ګوند خبرداری ورکوي، چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې په څرګند ډول د افغان او اسلام کلمې ذکر کول غواړي او له دې پرته هر ډول طرحه باطله ده او دوی به په ټول ځواک د هغې پر وړاندې ودرېږي.

ملي غورځنګ وايي، مونږ حکومت ته خبرداری ورکوو، چې که چېرې د پخوانيو ژمنو خلاف هر ډول داسې طرحه وړاندې شي، چې د پېژندپاڼو په اصلي کارت کې د افغان او اسلام کلمه له پامه وغورځوي، موږ به په ټول ځواک د هغې مخالفت وکړو او په ټول هېواد کې به پراخ اعتراضونه پيل کړو.

یاد ګوند وايي، هغه حکومت چې ملي هويت او اساسي قانون ته ژمن نه وي، لکه څنګه چې د اعتبار موده يې په پوره کېدو ده، نور به هم ولس ته اعتبار ونه لري او دوی به يې په کلکه د استعفا غوښتنه وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مونږ حکومت مشرانو ته دا خبرداری هم ورکوو، چې که زموږ د سوله ييزو اعتراضونو په ترڅ کې لاريونوالو ته هر ډول زيان ورسېد، مسووليت به يې د دوی پر غاړه وي. موږ چمتو يو، چې د خپلې وينې په بيه له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع وکړو.

یاد ګوند ویلي، که خبره د ګډ حکومت تر نسکوریدو او یا ګوند ته د سختو ګواښونه ورسیږي هم به دا ملي داعیه پالي.

داسې ویل کیږي، چې د پیژند پاڼو دا دوه اییزه طرحه د ډبل عبدالله لخوا شوي وي، چې پیژند پاڼه به د عبدالله او ورسره بله ضمیمه یي کتابچه به د اشرف غني وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button