د کورنیو چارو وزارت: ناټو افغانستان ته ۱۵۰ نور سلاکاران رالیږي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۴) زرغون خوږیاڼي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو رياست ویلي، چې ناټو افغانستان ته يو نيم سل نور سلاکاران رالېږي.

په خبر کې ویل شوي، چې دغه سلاکاران د افغانستان په گډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې کاري تجربه لري او راتلونکې اوونۍ کې به افغانستان ته راورسیږي.

په پولینډ کې د افغانستان په روانو حالاتو او په افغانستان کې د ناټو اغېز په اړه غونډه جوړه شوې ده، چې په کې  د افغانستان د کورنيو چارو او دفاع وزارت ځينې چارواکو هم گډون کړی و.

په غونډه کې د ناټو غړو هیوادونو افغانستان ته د ۱۵۰ نورو پوځي سلاکارانو لیږلو وعده وکړه، د افغانستان دولتي چارواکو څرگنده کړې، چې افغانستان ته تازه راتلونکو سلاکارانو ورسره د ښې همکارۍ ژمنه کړې ده.

تر اوسه معلومه نه ده.چې یاد سلاکاران به د هېواد په کومه برخه کې خپلې دندې پر مخ بیايي.

دا خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په کابل کې د امریکا او ناټو په ګډ میشې نارت ګیټ هوټل برید وکړ، د طالبانو په وینا په یاد برید کې یې ۴۰۰ بهرني عسکر، سلاکاران او نور کراداتي مامورین ووژل شول، چې اوس ناټو د نورو سلاکارانو د لیږلو پریکړه کړې.

د سیمي سیاسي شنونکو په اند امریکا نه غواړي په هېواد کې جګړه پای ته ورسیږي، ځکه دوی وخت په وخت د نوي او تازه دم نور عسکرو د رالیږلو خبر ورکوي، دوی دلته د دایمي جګړې تابیه نیولې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button