(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۴) زرغون خوږیاڼی
د انګلستان په پلازمینه لندن کې تیره شپه په ځايي وخت ۱۰:۳۰ بجې یو ۱۹ کلن ځوان په خلکو د چړې برید کړی، چې له امله يي یو تن مړ او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
د لندن پولیسو ویلي دي، چې تیره شپه د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د روسیل په میدان کې د بریټش موزیم سره نږدې یو تن په چاړه سره په شاوخوا خلکو بریدونه پيل کړل. پولیس سمدلاسه سیمې ته ورسیدل، خو برید کوونکي سیمې ته د پولیسو تر رسیدولو یو تن وژلی او ۵ تنه نور يې ټپیان کړي وو.
وژل کس یوه میرمن ده او په ټپیانو کې ۳ ښځې او ۲ سړي شامل دي.
پولیسو ویلي، چې بریدګر یې ژوندی نیولی او د سیمې یو روغتون ته د څيړنو لپاره لیږدول شوی دی.
د انګلستان خبري رسنیو ویلي دي،چې نیول شوی برید کوونکی روحي ناروغي لري، خو بیا هم د ترهګریزو سازمانونو سره يي د تړاو په اړه څیړنې دوام لري.
د لندن د امنیې قومندانۍ تیره ورځ خبري رسنیو ته ویلي وو، چې په لندن کې یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي او که اړتیا ولیدل شوه، نو په لارو او سرکونو کې به لا زیات پولیس په دنده وګماري.
















