هرات: په چشت ولسوالۍ کې د ۱۱ بهرنیو سیلانیانو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۴) زرغون خوږیاڼي

د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ پر لویه لاره د بهرنیو سیلانیانو په قطار، چې امنیتي ځواکونو یې ملتیا کوله وسله وال برید شوی، چې په کې ۱۱ بهرني سیلانیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

په یاد برید کې د افغان امنیتي عسکرو ۷ تنه هم وژل شوي دي.

یاد سیلانیان ، چې د بامیانو او غور ولایتونو له تاریخي سیمو څخه یې لیدنه کړې وه، اوس هرات ته پر لاره وه، چې د چشت شریف ولسوالۍ اړوند سیمه کې تر برید لاندې راغلل.

د هرات د چیشت شریف ولسوال وویل، نامعلومو وسله والو نن سهار د دې ولسوالۍ پر لویه لار پر بهرنیو سیلانیانو ډزې وکړې او ۱۱ تنه یې ووژل.

د چیشت شریف ولسوال فرهاد خادمي دا هم وویل، چې په دې برید کې ۵ نور بهرني سیلانیان ژوبل شوي دي.

په قطار کې ۱۸ بهرنیان وو، چې په بهرنیو سیلانیانو کې ۶ بریتانویان، ۳ امریکایان، ۲ سکاټلنډیان او ۱ جرمنی و، د نورو سیلانیانو په اړه معلومات نشته.

طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د برید مسوولیت منلی او په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې یې ویلي دي، چې ۱۸ سیلانیان له غور څخه هرات ته پر لاره وو، چې د چشت ولسوالۍ ساحه کې پرې وسله وال برید ترسره شو، نوموړي وویل، سیلانیان په یو فلاینکوچ موټر کې سپاره وو چې د ریموټ کنټرول بم چاودنه پرې وشوه او وروسته پرې د سپکو او درندو وسلو ډزې هم وشوې، چې په ۱۱ بهرني سیلانیان ځای پر ځای ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

ویاند زیاته کړې، چې له بهرنیو سره د ملو امنیتي ځواکونو څخه هم ۷ عسکر ووژل شول.

ویاند ویلي، چې یاد بهرنيان د پټ هدف لپاره راغلي وه، چې په خپله د پېښې ښکار شول.

بلخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې په هرات کې پر بهرنیو سیلانیانو طالبانو برید کړی، چې په کې ۶ بهرنیان ټپي شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button