په يو کلني کې سل کلن

ليکوال : شريف الله (پکتياوال)
د کال پوره کيدو په مناسبت د کابل ټکي کام ټولو کارمندانو او مخلصينو ته د زړه له کومي مبارکي وايم، الله تعالی مو په ټولو شرعي امورو کې له مونږ سره موفق او بريالي ولره آمين.
په پښتنه ټولنه کې يوه خبره د پوښتنې په ډول ډيره دود لري، پښتانه وايي (د ملګرو او دوستانو پيدا کول سخت دي او که يې خفه کول سخت دي؟) ځواب يې ډير ساده او روښانه ده، هغه دا چې د ملګرو او دوستانو پيدا کول ډير سخت او خفه کول يې ډير آسانه کار دی.
که د يو چا لس، سل يا زر ملګري او دوستان وي، کولی شي چې په يوه خبره ټول خفه او ځان ترې خلاص کړي، خو بالمقابل که يو څوک لس، سل يا زر ملګري پيدا کوي نه يوازې دا چې دا ډير سخت او ستونزمن کار دی، بلکې دا کار مودو او کلونو ته هم اړتيا او ضرورت لري.
لکه څرنګه چې خدای تعالی خپل ټول مخلوق په يوه شکل او صورت نه ده پيدا کړی، همدارنګه يې د ټول مخلوق عقلونه، فکرونه او طبعيتونه هم يو رنګ نه دي پيدا کړي، بل په دغو لس، سلو او زرو ملګرو کې بيا څوک سپين ږيري، څوک ځوانان، څوک کونډ، څوک لونډان، څوک مست، څوک غمجن، څوک يتيمان څوک څنګه او څوک څنګه وي.
لهذا که يو څوک لس، سل يا زر ملګري پيدا کوي مجبور ده چې لس، سل او زر قسمه فکر، سوچ او طبعيت خپل کړي، له سپين ږيري سره سپين ږيری وه اوسي، له ځوان سره ځوان، له مستانو سره مست، له غمجنو سره غمجن او له يتيمانو سره يتيم، چې دا ډول کړه د هر چا د وس خبره نه ده، او نه څوک دا هر څه د يوه کال په موده کې کولی شي.
دا چې د کابل ټکي کام ملګري تر اویا زرو اوښتي معلومه خبره ده چې د همدغې پاڼې د ادارې خلک لکه د سلو کلونو تجربه کار چې وي، خدای تعالی دې نور توفيق هم ورکړي.



