
پیښوره!
کوچی احمدزي
ستا په لمن کې خو به
زما د خاپوړو نښې
زما د ماشومتوب
د مستۍ ټولې نښې پاتې شي
زما ځواني زما مستي
زما سپرلۍ پاتې شي
پیښوره!
زما د ټول عمر یادونه
ستا لمن کې نغښتي
څنګه زه هیر کړم
خپل بی غمه ماشومتوب
یا مې مستي د ځوانۍ
هغه په ټکنده غرمو کې پټ پټوني
هغه د سرو غرمو خوبونه زما څنګه هیر شي
ډک بازارونه د روژې به زما تل یادیږي
ستا د اوږدو ورځو روژو ټول ماښامونه
څه له خوند نه ډک وه
پیښوره!
ستا په لمن کې خو
زمونږ د نازولو هدیرې جوړې دي
که هر څه هیر کړو
خو
هغه د تورو خاورو لاندې
نازولي به مونږ څنګه هیر کړو؟
هغه هیڅ کله هیریدلی نشي
زمونږ لپاره خو ټول یو دي
لر او بر پښتانه
هغه هم کور دی زمونږ
دغه هم کور و زمونږ
خو!
پیښوره تا نن په خپله
مونږ په خپل کور کې پردي کړو
مونږ دي بې واکه کړو د بل لپاره
خو خیر پیښوره!
مونږ به نن لاړ شو
ته به بیا هم ژړیږې
ډکی کوڅې ډک بازارونه به بیا نه وي دلته
خالي خالي به وي هر ځای
خپره به هر ځای خاموشی وی دلته
ګوره پیښوره!
چې اوښکې دې په مخ رانشي
ځکه دښمن زمونږ اوښکو ته نن تږی ناست دی
زمونږ مشران ټول غولیدلي د دښمن په ژبه
ځکه نن ددښمن د خولې خبرې کوې
ګوره چې خفه نشې پیښوره
مونږ به بیرته راځو
ځکه
هر څه به هیر شي
خو د خپلو هدیرې څوک هیرولی نشي
خپله خاوره خپل وطن
خپل کلی کور څوک پریښودلی نشي
دغه وطن خو امانت د پلار نیکو دی زمونږ
هر څه به وکړو، خو امانت خیانت کولی نشو
پښتانه یو دي سره
که څوک لر او که څوک بر پراته دي
مونږ به یو کیږو
پښتانه څوک بیلولی نشي
ځکه خو وایي:
”یو دي خلکو یو دي
لر او بر پښتانه یو دي”
زه کوچی یم
کله دلته کله هلته
کوچ به کومه کله لر او کله بر ته
له کابل نه تر اټک پشتونستان دی
کوټه هم زمونږ د ښکلي قندهار ده



