کندز: طالبانو په امام صیب ولسوالۍ کې ۹ پوستې نیولي دي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۵) بصیر احمد پاڅون

د کندز ولایت نه په رارسیدلي خبر کې ویل شوي، چې تیره شپه طالبانو په امام صیب ولسوالۍ کې ۹ پوستې نیولي او ۹ تنه عسکرو او پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولي.
طالبانو په خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي چې تیره شپه یې د کنذز ولایت امام صیب ولسوالۍ په مرکز او د نوآباد په سیمه کې په ګڼو امنیتي او دفاعي پوستو بریدونه کړي چې د څو ساعته جګړې په ترڅ کې یې د نوآباد په  ستراتیژیکه سیمه کې پنځه پوستې او د ولسوالۍ په مرکز کې څلور پوستې نیولي او ۹ تنه عسکرو او پولیسو ته یې مرګ او ژوبله اړولي ده.

طالب ویاند ویلي، چې د امام صیب ولسولۍ شیرخان بندر سره نږدې یې د پولیسو یو رینجر موټر هم انفجار کړی، چې په کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په امام صیب ولسوالۍ کې د تیرې شپې جګړې په اړه تر دې وخته د کندز ولایتي چارواکو څه نه دي ویلي.
دوه اونۍ وړاندې په دې ولایت کې طالبانو د قلعه زال ولسوالي په بشپړه توګه نیولي وه، لسګونه عسکر او افسران یې وژلي و.
په هلمند ولایت له پرمختګونو وروسته دا دطالبانو پل پرمختګ دی، چې د ملي وحدت حکومت یې له زیاتو ننګونو سره مخامخ کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button