د شپې تر ناوخته پورې د سمارټ فون اسعمالول د سترګو نظر ختموي

ژباړه: الماس خدرخېل
د لندن يو تحقيقاتي کميټې ويلي دي، چې د سمارټ فون استعمال د شپې تر ناوخته پورې د سترګو نظر عارضي طور ختموي، دوی د دې وجه تر ناوخته پورې رڼا سکرين ته کتل ښودلي.
ماهرينو د شپې په تياره کې د زيات وخت لپاره د سمارټ فون کتلو نه منع کړې ده، دوی وويل، چې د دې کتلو له وجهې نه، نه صرف خوب خرابيږي، بلکې د سترګو د ليدلو آلې ته هم شديد زيان رسوي.
په یوې څیړنې کې ویل شوي، چې دوه ښځو تر څو مياشتو پورې د خپلو سترګو په نظر کې فرق محسوسولو او چې کله له دوی نه پوښتنه وشوه، نو دا ثابته شوه، چې دوی به د شپې تر ناوخته پورې، د سمارټ فون بې درېغه استعمال کولو او چې يوه سترګه به يې پټه شوه نو په بله سترګه به يې ورته کتل.
په څیړنه کې راغلي، چې د دواړو ښځو د نظر کمېدل تر څو مياشتو پورې و، چې ورو، ورو يې نظر نور هم کم شو او د دواړو ښځو سترګو د پنځلس منټو لپاره روښنايي ختمه کړه، چې په دغه ۱۵ دقیقو کې یې د ليدلو توان له لاسه ورکړو.
د ماهرينو مطابق د سمارټ فون جوړولو کمپنۍ، د سمارټ فون سکرين دومره روښانه جوړوي، چې هغه صرف د ورځې ليدلو لپاره بهتره وي او د سمارټ فون شپې ليدل، د سترګو په نظر بد اثر کوي.
همدارنګه د ماهرينو مشوره دا ده، چې شپې د سمارټ فون استعمالولو عادت پرېږدۍ او د خپلو سترګو او نظر حفاظت وکړئ.



