د کوټې په یو ملکي روغتون کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۸) الماس خدرخېل

ويل کېږي د بلوجستان ايالت مرکز، د کويټې ښار په يو روغتون کې چاودنه شوې، په چاودنه کې تر اوسه ۲۵ تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي.

د دغې روغتون سره نږدې اوسېدونکو وويل، چې لومړی چاودنه وشوه او وروسته ډزې شروع شوې.

جيونيوز خبر ورکوي، چې دا يو سرتیری بريد و، چې په کې ۲۵ کسان وژل شوي او د بريد موخه بلال انور کاسي و.

بلال انور کاسي، چې د بلوچستان د وکيلانو انجمن مشر دی، ويل کېږي چې کاسي هم پکې وژل شوی.

 

تر اوسه د چاودنې مسؤليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button