(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۸) زرغون خوږیاڼی
د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ په لومړۍ ناحیه کې یو پلار په جبر له خپلې ۱۴ کلنې لور سره جنسي تیری کړی دی.
د جوزجان ولایت د امنیې قومندانۍ امر عبدالحفیظ خاشع ویلي، چې د مقبولې په نوم یوه ۱۴ کلنه نجلۍ باندې خپل پلار چې ۵۰ کلن دی جنسي تیری کړی دی.
دغه پېښه څو ورځې مخکې شوې وه، خو نجلۍ ویلي، چې پلار يې په کور کې له خپلې مور سره یو ځای بندیانې کړې وې او نه یې شو کولای چې امنیتي چارواکو پورې خبره ورسوي.
((کله مو چې موقعه پيدا کړه نو په بیړه د پولیسو نږدې حوزې ته ورغلو او دغه پېښه مو ورسره شریکه کړه)).
عبدالحفیظ خاشع زیاته کړې: چې د دغې نجلۍ ۵۰ کلن پلار د پولیسو له خوا نیول شوی او په دې اړه تحقیقات روان دي.
اوس نجلۍ د خپلې مور سره یوځای د امن کور ته وړل شوې ده.
خاشع ویلي، چې دغه سړی د مقبولې په شمول ۶ اولادونه لري.
ددې نجلۍ ورور رسنیو ته ویلي، چې څو ورځې مخکې یې مور له خپلوانو کره تللې وه او پلار یې دغه ناوړه عمل له خپلې لور سره په زور او جبر ترسره کړی وو، ورور یې له امنیتي چارواکو غوښتي چې پلار يې باید سزا وویني.
بلخوا د جوزجان اوسیدونکو له امنیتي چارواکو غوښتي چې ددې نجلۍ پلار باید په عام محضر کې په دار وځړول شي، تر څو نورو خلکو ته عبرت شي.
د یادونې وړ ده له کله نه ، چې په هېواد کې د دیموکراسۍ غربي قانون پلې شوی دی دا ډول ناوړه او زړه بوږنوونکې پېښې زیاتې شوي دي.
د دیموکراسۍ نوم په اوریدلو سره اوس په هیواد کې له هر ډول اسلامي او فطري قیدونو څخه ځینې خلک په ازاده توګه دا ډول هیښوونکو او زړه بوږنوونکو پيښو ته مخه کوي، چې زیات لامل یې په هیواد کې د شرابو پیر او پلور دی.
تیر کال هم په همدغه ولایت او همدغې ولسوالۍ کې یو پلار له خپلې ۱۵ کلنې لور سره په کلونو جنسي اړیکې نیولې وې، چې یوه نجلۍ يې هم ترې زیږولې وه، خو معصومې نجلۍ نشوای کولی خپل ځان ترې وژغوري. وروسته ثابته شوه، چې پلار یې یو شرابي او قمار باز وو.


















