ټرمپ: اوباما د داعش بنسټ ایښودونکی دی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۲) زرغون خوږیاڼی

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوريپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، چې  ولسمشر اوباما د داعش ډلې بنسټ ایښودونکی دی.

ټرمپ وویل: داعش د اوباما درناوی کوي، اوباما د داعش بنسټ ایښی دی.

همدارنګه ټرمپ په اوباما تور پورې کړ، چې د داعش سخت دریځې ډلې ته یې د فعالیتونو د پراخولو اجازه ورکړه او له داعش ډلې سره تر اوسه نرم چلند کوي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې هیلري کلنټن هم د داعش ډلې په رامنځ ته کولو کې د اوباما سره شریکه وبلله، ټرمپ وویل: ((بدقواره هيلري کلينټن يې هم په بنسټ اېښودلو کې شريکه ده)).

ټرمپ په یوه بله وینا کې خپلو پلویانو ته وویل، اوباما او کلنټن د “داعش” ډلې لپاره ترټولو ډېر قیمتي لوبغاړي دي.

بلخوا د کلنټن ویاند د ټرمپ په غبرګون کې ویلي، چې دا څرګندونې د ټرمپ په بې ادبۍ دلالت کوي.

داسې ښودل کیږي ،چې د ټرمپ د حیرانوونکو ویناو له وجهې د امریکا مهمو ایالتونو کې د ټرمپ ملاتړ په کمېدو دی.

خو ځینې سیاسی کار پوهان په دې اند دي، چې د ټرمپ پاروونکو وینا دده ملاتړ زیات کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button