سرلیکنه
د پاکستان د حکومت ویاند نفیس ذکریا څه موده مخکې وویل، چې په پاکستان کې نږدې درې ملیونه افغان کډوال میشت دي؛ خو نیمايی ېې ثبت نه دي په اصطلاح په غیرقانوني توګه په پاکستان کې اوسیږي.
د دې وینا وروسته د پاکستان صدراعظم نوازشریف افغان کډوالوته په درېیم ځل تمدید شپږ میاشتې نور وخت ورکړ،خو ورسره په پاکستان کې یوشیمر رسنیو ولیکل، چې په شپږو میاشتوکې به ټول افغانان خپل هیواد ته د تلو لار نیسي.
د نواز شریف لخوا افغان کډوالو ته په وخت ورکولو افغانان بیاهم له پاکستانه تلو ته زړه نازړه وو، خو چې د تورخم په مسئله د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د درې ورځو د جګړې وروسته ترینګلې شوې، له مله ېې پا کستان د افغان کډوالو ژوند تریخ کړ.
افغانانو نور د پاکستان له اوسیدو زړه صبرکړ او د خپل هیواد په لور را روان شول، چې تر دې دمه تر دیرش زرو زیات کډوال هیواد ته راستانه شوي دي .
له پاکستا نه را ستانه شوي افغان کډوال وايي، چې مونږ د راتلو هیڅ اراده نه درلوده، د پاکستان د ولس میلمه پالنه له زړه نه باسو، خو د پاکستان د پولیسو د بد چلند او د تورخم د لارې تړلو مجبورکړو، چې وچه ډوډۍ دې وي ، په خپل وطن کې دې وي، د کډوالو په وینا له ډیره مجبوریته ېې له پاکستانه کډې راوکړې.
له بلې خوا په هلمندکې جګړو زور اخستې دې د ناوې ولسوالي د دولت په ادعا امنیتي ځواکونو سره ده او په لښکرګاه سخته جګړه روانه ده .
د جګړې له امله تر دیرشو زرو ږیاتو ځايي اوسیدونکو نوروسیمو ته کډې وکړي، نورو سیمو ته له هلمند څخه تلونکو کډوالو ویلي، چې هیڅ څوک خپل کور او کلی نه پریږدي؛ خو د دولت او طالبانو ترمنځ جګړو زیات تاوانونه ملکي وګړو ته واړول، مونږ مجبورشو، چې له خپلو کورونو کډې راوکړو.
په هلمند کي جگړې نه یوازي په زرګونه کورنۍ له خپلو ټاټوبو بې ځايه کړي، بلکې د دغه ولايت اوسیدونکي وايي، چې دا مهال د نورو ستونزو سربیره د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي.
دولتي چارواکي وايي، چې د ناوې ولسوالي د دوی سره ده؛ خو راپورونه څرګندوي چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې اوس هم سخته جگړه روانه ده.
د هلمند ولایتي چاواکي خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ېې اضافي ځواکونه استولي او هیڅ وخت به لښکرګاه د طالبانو لاس ته ورنه شي؛ خو ځايي خلک چې د طالبانو او دولتي ځواکونو جګړو ته ګوري په دې له خپلو کورونو کډې کوي، چې که دولت نورې قواوي د اړتیا پرمهال د جګړې کرښې ته ور ونه لیږي دولتي ځواکونه به نور د دفاع او مقاومت توان ونه لري او یا که نور ځواکونه هم ولیږي نو جګړه به لاسخته شي او تاوانونه به یې ولسي وګړي ګالي .
که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، لرې نه ده، چې دهلمند ولایت مرکز لښکرګاه د طالبانو لاس ته ورشي، بیا به له سیمې نورې کډې بارشي، ځکه د بهرنیوهوایي ځواکونو له ړوندو بمباریو دا ویره شته، چې د طابانو د مرکزونو په نامه به د ملکي وګړو پر کورونو بمباري وکړي .
تر اوسه خو دهلمند ولایت په ولسوالیوکې دجګړو له امله ځايي خلک له ولسوالیو لښکرګاه ته په کډو کولو مجبورشوي دي او که د لښکرګاه جګړه دوامدا ره شي، له لښکرګاه څخه به ځايي اوسیدونکي نوروسیموته خلک په کډو کولو مجبورکړل شي.
د بدبختۍ ځای دا دی، چې په کوم شمیر مهاجر په یوه میاشت کې له پاکستانه هیواد ته راستانه شوي دي، په همدې شیمر په یوه اونۍ کې د هلمند اوسیدونکي له خپلو کورونو کډو کولو ته مجبور شول او که په کندز کې د امام صاحب، په پکیتا کې د احمدخیلو، په بغلان کې د بیا نښتو دوام، چې ورځ په ورځ جګړې نورې هم زیاتیږي امکان لري، چې د راستنو شوو کډوالو څخه د کډو کولو شمیره څو چنده زیاته شي.
له یوې خوا د پاکستان څخه دهیواد والو له مجبوریته د کډو را کولو او د بلې خوا د جګړو له امله له خپلو کورونو څخه کډې کول به په هيواد کې په روان حالت بداغیز وکړي.
ورځ په ورځ د نا امنیو زیاتوالی او دواړو مجبوریتونو له افغانانو د ژوند لوری ورک کړی دی.

















